لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک: په پاکستان کې به په راتلونکو ورځو کې ګراني نوره هم زیاته شي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د اقتصادي بحران له امله د زیاتې ګرانۍ په وخت د دې هېواد د سټېټ بېنک ګورنر رضا باقر ویلي، چې کېدای شي په راتلونکي وخت کې ګراني نوره هم زیاته شي خو وایي حکومت هڅه کوي ګراني کمه کړي.

د اوسنیو اقتصادي چېلنجونو او په هغه کې د سټېټ بېنک د رول په اړه یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي رضا باقر وویل، حکومت له یو مشکل حالت سره مخامخ وو او د بشپړې ناکامۍ خواته هم تلای شو خو وایي ګرانې پرېکړې یې وکړې چې له کبله یې اوس د هېواد اقتصاد بیرته په ښه کېدو دی.

د سټېټ بېنک ګورنر وایي د میاشتې روانه خساره نیمې ته راغلې ده، وایي د خسارې د کمولو لپاره د بجلۍ او ګېس بیې زیاتې کړل شوې چې له کبله یې ګراني زیاته شوه او د ګرانۍ د کمولو لپاره یې د سود شرحه زیاته کړه چې عام ولس یې له پرېشانۍ سره مخ کړ.

اقتصادپوهان وایي پاکستان چې دا وخت له کومو اقتصادي ستونځو سره مخ دی نو داسې نه ښکاري چې حکومت دې په راتلونکي نیژدې وخت کې پر ګرانۍ قابو ومومي.

اقتصادپوه او د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد پروفیسر ډاکټر معراج الحق وایي په اوس وخت کې د پاکستان اقتصاد پر ځای ولاړ دی او د پرمختګ امکان یې نه ښکاري:

"د اقتصادي ودې شرحه ډېره زیاته کمنه ده او تقریباً دوولس فیصده ګراني ورسره زیاته شوې ده، دا په تېرو لسو دوولسو کلونو کې تر ټولو زیاته ګراني ده، د خلکو د پېر او اخیستلو وخت ډېر کم شوی دی".

پروفیسر معراج الحق وایي، د ګرانۍ یوه لویه وجه دا ده چې پاکستان د پیسو له نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) څخه په شرایطو پور اخیستی، چې په هغه کې د بجلۍ او ګېس بیې زیاتول، ټیکس زیاتول او د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت کمول شامل دي.

یو بل اقتصادپوه ډاکټر شاهد حسن صدیقي د حکومت په پالیسیو کې پر نیمګړتیاوو نیوکه کوي او وایي چې په هېواد کې له پینځلس تر شل زره اربه روپیو پورې په غلا کاروبار کېږي، که حکومت دا خلک د ټیکس په جال کې راولي نو زیاته مالیه به تر لاسه کړي.

ډاکټر صدیقي دعوه وکړه چې د پاکستان د مالیې مرکزي اداره (ایف بي آر) د غټو غټو کاروباري ډلو ملاتړ کوي خو پر عام ولس د ټیکسونو بوج اچوي. وایي که پر هر ډول آمدن باندې ټیکس ولګېږي نو له دې سره به اقتصاد هم وده وکړي:

"د پرمختګ کچه مخ په کښته روانه ده، قرضې په زیاتېدو دي، ګراني زیاته شوې ده، د روپۍ ارزښت کم شوی او د سود شرحه زیاته شوې ده چې له کبله یې کاروبار هم اغېزمن شوی دی".

د پاکستان سټېټ بېنک وایي د ډالر په مقابله کې په بېنکونو کې د پاکستانۍ روپۍ قیمت 11 پیسې نور هم لوېدلی او یو ډالر په 156.06 روپۍ خرڅ شوی او په ازاد بازار کې د یو ډالر د پېر او پلور بیه 155.88 او 156.30 ښوول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG