لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان خېبر پښتونخوا اؤ بیلابیلې سیمې بیا سختې زلزلې جړقولي


دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو اؤ پلازمینه اسلام اباد کې د دوشنبې په سحر بیا یوه زوروره زلزله راغلې چې ودانۍ یې جړقولي خو تر اوسه دې زلزله کې دڅه رقم ځاني زیان اطلاعات مخې ته نه دي راغلي.

د زلزلې دا جړقونه سحر په شپږ بجې اؤ ۱۱ؤ دقیقو پېښور ،ملاکنډ ،چارسده، ،مردان، وزیرستان، دیر،چترال،نوښار، مانسهره،بټګرام،پېنډۍ اؤ اسلام اباد کې محسوس کړل شوي دي.

د زلزلو دڅار د ادارې له مخې ددې زلزلې شدت5.8 ریکارډ کړل شوی اؤ مرکز یې دهندوکش دغرونو په لړۍ افغانستان کې د زمکې د لاندې 157 کلومیټره ژور ښودل شوی.

دبیلابیلو سیمو څخه د ډیوه خبریالان وایي چې د زلزلې له امله په خلکو کې سخته ویره خوره شوې اؤ له کورونو په منډه وتلي خو وایي تر اوسه ددې زلزلې له امله د شوؤ زیانونو اطلاعات مخې ته نه دي راغلي.

له دې وړاندې دتیرې میاشتې په ۲۴مه نېټه هم په خیبر پښتونخوا اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د 5.8 شدت یوه زوروره زلزله راغلې وه چې ۳۸کسان پکې مړه شوي اؤ د۴۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه زلزلې نه دوه ورځې وروسته په ۲۶م ستمبر بیا دپاکستان دانتظام لاندې کشمیر کې د زلزلې یوې بل زورور جړق شاوخوا پینځوس کسان ژوبل کړي وؤ.

په دغو زلزلو کې زیاته تباهي دکشمیر په میرپور سیمه کې شوې وه چې په سوونو ودانۍ ،پلونه،سړکونه اؤ مارکیټونه یې ړنګ کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG