لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرتانیې شهزاده ولیم اؤ دهغه شهزادګۍ میرمن نن پاکستان ته رسیږي


دبرتانیې شهزاده ولیم اؤ دهغه میرمن نن پخپل یو تاریخي سفر پاکستان ته رسیږي اؤ پاکستان کې دهغوئ د هرکلي اؤ سیل سپاټې دپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي دي.

دشهزاده ولیم اؤ دهغه دشهزادګۍ میرمنې پاکستان ته دسفر اعلان سږکال دجون په میاشت کې د برتانیې شاهي ماڼۍ کړی ؤ اؤ اوس په پاکستان کې دبرتانیې هائي کمشنر تهومس ډریو هم په ټوئټر لیکلي چې نور دشاهي جوړې پاکستان ته دسفر انتظار پائ ته رسېدلی اؤ هغوئ نن پاکستان ته رسېدونکي دي.

ټاکل شوې ده چې دبرتانیې شهزاده اؤ شهزادګۍ به پاکستان کې پینځه ورځې ایسار وي اؤ دخپل سفر په مهال به هغوئ اسلام اباد،لاهور، ګللګت بلتستان اؤ ځېنو نورو د سېلګرۍ سیمو څخه لیدنه کوي.

دبرتانیې دشاهي ماڼۍ له مخې به پاکستان کې دخپلې ایسارتیا په مهال په بیلابیلو کلتوري اؤ دخیر ښېګړې دستورو کې هم برخه واخلي .

پاکستان ته دشهزاده ولیم اؤ د هغه دمیرمنې کیټ میډلټن دا وړومبی سفر دی خو تر دې دمخه د شاهي کورنۍ نور غړي وخت په وخت اسلام اباد ته تللي دي.

دشهزاده ولیم مور لیډي ډیانا هم په کال ۱۹۹۶ کې پاکستان ته تللې وه اؤ دغلته یې په یو شمیر دستورو کې برخه اخستې وه.

همدغه راز د برتانیې دویمه ملکه الزبتهـ په کال ۱۹۶۱ اؤ بیا په کال ۱۹۹۷ کې دپاکستان په سفر تللې وه.

د شهزاده ولیم پلار شهزاده چارلس په کال ۲۰۰۶م کې دپاکستان سفر کړی ؤ اؤ تر هغې وروسته به دهغه د زوئ ولیم اؤ انږور پاکستان ته دا وړومبی سفر وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG