لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه ویاند:هند دیو خپلواکه هیواد (پاکستان)دماتولو ګواښونه کوي


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي دهند ددفاع وزیر دیو خپلواکه هیواد (پاکستان) دماتولو ګواښونه کوي اؤ نړیواله ټولنه باید دغو ګواښونو ته خپل پام وګرځوي.

پخپل یو بیان کې دبهرنیو چارو ددفتر ویاند دهند ددفاع د وزیر لخوا دپاکستان په ضد دشوؤ څرګندونو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي ددفاع وزیر راج ناتهـ سنګهـ باید په دې کې هیڅ شک ونکړي پاکستان دپاکستان امنیتي ځواکونه اؤ ولس دخپلې خاورې د دفاع په چل پوهیږي.

دهندي میډیا د راپورونو له مخې دهند ددفاع وزیر راج ناتهـ سنګهـ تیره ورځ یوې انتخابي جلسې ته خپله وینا کې ویلي وؤ که چرې اړتیا ولیدل شوه نو دترهګرو د ځالو له مینځه وړلو دپاره به هند خپل ځواکونه دپاکستان خاورې ته ور ولیږي خو هغه دا هم ویلي ؤ چې پاکستان که دخپلې خاورې څخه په ترهګرۍ ختمولو کې ماده وي نو هند ورسره دې لړ کې مرستې ته چمتو دی.

دهند ددفاع وزیر زیاته کړې وه تاسو په کال۱۹۴۷ کې د دوؤ قامي نظریو په اساس هند په دوؤ برخو ویشلی ؤ خو په ۱۹۷۱ کې ستاسو هیواد په دوؤ برخو وویشل شو اؤ که همدا وضعیت دوام وکړي نو هیڅ یو طاقت پاکستان د لا ټوټې کیدو څخه نه شي منعې کولی.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند پخپل بیان کې ویلي دترهګرۍ دمخنیوي دهڅو په اړوند هم مونږ دهند بیانونه ردوؤ باید هند تر ټولو دمخه جمو وکشمیر کې دلسیزو راهسې دکشمیري ولس په ضد د روانې ریاستي ترهګرۍ په ختمولو کې خپل مدد وکړي اؤ ددې ترڅنګ دې دپاکستان په ضد ترهګرو ته مالي مرستو ورکولو نه هم لاس واخلي.

پاکستان اؤ هند مدام یو بل پخپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورنوي خو په دې وروستیو کې چې هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی نو د دواړو رقېبو ګاونډیو هیوادونو اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ‌ وخت په وخت یو بل ته د جګوې ګواښونه کوي.

دهندي پوځ سرلښکر جنرال بپن راوټ تیره میاشت تور لګولی ؤ چې دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې ترهګر یو ځل بیا منظم شوي اؤ انتظار باسي چې کله به په پوله اوړي خو هغه ګواښ کړی ؤ چې داځل به هندي ځواکونه ترهګرو پسې له بالاکوټه هم اوړي.

دفرورۍ میاشت کې هندي چارواکو دعوه کړې وه چې دخیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمه کې یې دترهګرو يو مرکز بمبار کړی خو پاکستان دهند دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هندي الوتکو یوازې په یو غرئیز ځنګل بمونه غورځولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG