لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ پر شام د برید له کبله پر ترکي بندیزونه لګولي


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ترکي چارواکو بندیزونه لګولي او پر دې هېواد یې فشار اچولی چې د شام په شمال ختیځ کې بمبارۍ و دروي او اوربند اعلان کړي.

امریکې د دې تر څنګ چې پر ترکي یې په شام کې د جګړې درولو ږغ کړی، د ترکي پر فولادو یې ټیکس زیات کړی او له دې هېواد سره د 100 اربه ډالرو تجارت په اړه خبرې اترې یې ځنډولې دي.

ولسمشر ټرمپ په پام کې لري چې په شام کې د روانې شخړې د حل لپاره انقرې ته د خپل مرستیال ولسمشر مایک پینس په مشرۍ یو پلاوی واستوي.

ولسمشر ټرمپ پر ترکي د فشار خبره د سپینې ماڼۍ تر هغه اعلان وروسته کړې چې وایي ترکي غواړي خپلې پولې ته څېرمه د شام سیمه د امریکا له ملاتړو کوردي جنګیالیو پاکه کړي چې وایي دوی یې ترهګر ګڼي او له دې سیمې بفر زون یا ممنوعه سیمه جوړه کړي.

د ترکي وروستیو بریدونو د کوردانو په مشرۍ د شام ډیموکرېټک ځواک مجبوره کړ چې د شام له حکومت سره قرارداد وکړي او د قرارداد په نتیجه کې شامي ځواکونه سږ کال په لومړي ځل بیرته د دې هېواد شمال ختیځې سیمې ته ستانه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د ګل- دوشنبې په ورځ د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردغان او د کوردانو د شام ډیموکرېټک ځواک له مشر جنرل مظلوم کوباني دواړو سره په ټلیفون خبرې کړې او ورته ویلي یې دي چې امریکا په شام کې پر دوی دواړو د داعش ډلې په ضد پر جګړه تکیه کړې ده.

د امریکې د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي، "موږ ټول په کلکه دا باور لرو چې امریکا یواځینی فریق دی چې په شدت سره د دواړو غاړو تر منځ منځګړتوب وکړي".

د سپینې ماڼۍ دغه افسر رسنیو ته ویلي، ولسمشر ټرمپ د مرستیال ولسمشر په مشرۍ پلاوي ته امر کړی، چې ترکي ته لاړ شي او "څومره ژر چې کېدای شي وګوري که په دې برخه کې څه جوړجاړی کېدای شي".

د امریکې د ډیموکرېټ او ریپبلکن ګوند ځینو غړو دا د ولسمشر ټرمپ د انتظامیې تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې له شامه د امریکایي ځواکونو ایستلو د شام ډیموکرېټیک ځواک په خطر کې واچاوه، ځکه چې وایي دا ویره شته چې د هغوی په بند کې پراته داعش وسلوال له زندانه ووځي او یو ځل بیا سیمه ناارامه کړي.

د کانګرس مشرې نېنسي پلوسي د ګل- دوشنبې په ورځ پر ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ او ویې ویل "د ټرمپ توندې پرېکړې په نړۍ کې د خلکو ژوند ته خطر پېښوي، سیمه ییز امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د امریکې اعتبار ته زیان رسوي".

نېنسي پلوسي وایي، د ریپبلکن او ډیموکرېټ دواړو ګوندونو غړي به دا اوونۍ د استازو په اېوان او سېنټ دواړو کې د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې د غندلو لپاره- چې له شامه یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ- قرارداد وړاندې کوي.

په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند د اکثریت غړو مشر میچ میک کانل وایي، که څه هم ترکي د شام د شخړې په اړه خپلې جایزې امنیتي اندېښنې لري، خو وایي په شام کې د امریکا د ملاتړو کوردانو په ضد عملیات د داعش ډلې په ضد د امریکې ګټلې جګړې ته زیان رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG