لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیه: اردوغان د سوريې د جګړې په اړه له پېنس او پمپیو سره ګوري


واشنګټن: ترکي چارواکي وايي، ولسمشر رجب طیب اردوغان به د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره وګوري کله چې دوی ترکیې ته سفر وکړي.

تر دې مخکې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سکای نیوز ته ویلي وو، چې دی به له یادو امریکايي چارواکو سره و نه ګوري بلکه هغوی به له خپلو ترکي سیالانو سره ګوري او اردوغان به یواځې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري کچېرې ترکیې ته ولاړ شي.

ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې د مایک پېنس تر مشرۍ لاندې یو امریکايي پلاوی ترکیې ته ولاړ شي تر څو له ترکیې چارواکو سره د سوریې په شمال ختیځو برخو کې د عنقرې لخوا د پیل شويو پوځي عملیاتو د درولو پر سر خبرې وکړي.

ټرمپ په سوریه کې د بیړني اوربند غوښتنه کوي تر څو د کردي جنګیالیو او ملکیانو په وړاندې د ترکیې یرغل پای ته روسېږي.

"مونږ تر ټولو ځواکمن بندیزونه چې تاسو یې فکر کولای شو لرو. مونږ سره اوس هم زیات څه شته. کچېرې دوی بدل نشي نو په اوسپنې باندې به ټکسونه نور هم لوړ کړو ځکه دوی زیاته اوسپنه امریکا ته لېږدوي. دوی د اوسپنې د لېږل له لیارې زیاتې پیسې ترلاسه کوي نو بیا به زیاتې پیسې نه ګټي."

انتقاد کونکو دغه بندیزونه بې ګټې او بې معنی بللې او ځینې څېړونکي وايي، دغه بندیزونه ددې لپاره لګول شوي دي چې تر څو هغه امریکايي وکیلان ارامه کړي چاچې په ټرمپ باندې له دې امله نیوکې وکړې چې کردانو ته یې د عنقرې لپاره شا واړوله.

د منځني ختیځ له انسټیټیوټ څخه ګونل تال د امریکا غږ فارسۍ څانګې ته ویلي دي چې ټرمپ په څرګنده توګه نه غواړوي چې د اردوغان مخالفت وکړي.

"سپینه ماڼۍ ډز بندي غواړي او دا په دې معنی چې ولسمشر اردوغان به پرېښودل شي چې د تېرو څو ورځو په اوږدو کې ترلاسه شوې ځمکنۍ پوځي لاسته راوړنې له ځان سره وساتي. نو له دې ماته ښکاري چې سپینه ماڼۍ نه غواړي چې حالات نور هم خراب کړي خو د کانګرس دریځ کېدای شي دا هر څه بدل کړي."

یو بل څېړونکی وايي، ټرمپ ښايي دې ته په تمه وي چې د سوریې د روسیې پلو حکومت ځواکونه به د ترکیې پرمختګ ودروي.

د کردانو او د سوریې د پولې ترمنځ ځایونو څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو د سوریې له حکومت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې له ترکي ځواکونو سره په ګډه جګړه کوي.

د ډیموکراسیو د دفاع له فونډېشن څخه ایکان اېردېمېر وايي، که دغه دوه پخواني دوښمنان په دې وتوانېږي چې د ترکیې د یرغل مخه ونیسي نو ټرمپ به مجبوره نه وي چې د عنقرې په وړاندې نور بندیزونه ولګوي.

په ورته وخت کې روسي چارواکو له ترکیې څخه غوښتي دي چې د سوریې په شمال ختیځو برخو ک دې د خپلو پوځي یرغل موده رالنډه کړي.

روسي چارواکو په دې ټینګار کړی چې ترکي ځواکونه باید په هره بیه چې وي، هڅه وکړي چې د سوریې له حکومتي ځواکونو سره له جګړې ډډه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG