لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دروغتیايي مرکزونو په تړل کېدو دملګرو ملتونو اندېښنه


دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دبشري مرستو دهمغږۍ دفتر ویلي د وسله والو مخالفینو د ګواښ له امله په زابل او نیمرزو ولایتوو کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه چې د ولسي خلکو درملنه پکې ترسره کیده تړل شوي دي.

دې دفتر په یوې خپره شوې اعلامیه کې روغتیايي خدماتو ته دافغانستان دخلکو دلاس رسي په کمیدو اندیښنه څرګندې کړې او ویلي یې دي چې په زابل او نیمروز ولایتونو کې شاوخوا دوه لکه خلک له روغتیايي خدماتو څخه بې برخي شوي دي.

دملګرو ملتونو دبشري مرستو دهغږۍ ادارې ویلي د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تراوسه پورې ۱۹ تنه دبشري مرستو د لیږد کارکوونکي د وسله والو لخوا وژل شوي ۳۱ یې ټپیان دي او ۳۳ تنه نور برمته شوي دي.

په افغانستان کې دبشري مرستو په کارکوونکو دوسله والو لخوا دشویو بریدونو رپورټ هم دې ادارې ذکر کړی او ویلي دي د روان میلادي کال له پیل څخه دسپتمبر تر۱۱ نیټې پورې ۳۱۹ پیښې رامنځته شوي دي.

د دې ادارې دمعلوماتو پربنسټ چې په یوې اعلامیه کې یې یادونه کړې له دې ثبت شویو پیښو څخه نیمايی یې دملګروملتونو دبشري مرستو دکارکوونکو سره د وسله والو لخوا شوی تاوتریخوالی دی.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا په میدان وردګو ولایت کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي خو د ولسي خلکو دمنځګړیتوب په پایله کې ترلنډې مودې وروسته بیرته پرانیستل شوي و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG