لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدینه:دبس حادثه کې ۳۵عمره کوونکي مړه شوي


دسعودي عرب دمدینې ښار سره نزدې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳۵ عمره کوونکي کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوی‌ دي.

دفرانسیې خبري شبکې ای ایف پي د راپور له مخې دغه پېښه تیر ماسخوتن د مدینې نه د۱۷۰کلومیټره په واټن حجره روډ هغه مهال مخې ته راغلې چې عمرې ته دتلونکو کسانو بس د یو لوډر ګاډي سره وجنګیدلو.

عرب نیوز وایي په بس کې ټول۳۹ کسان سواره وؤ چې په هغې کې دځېنو تړاؤ دسعودي اؤ ایشیایي هیوادونو سره ؤ.

دپېښې د خبر رسیدلو سره سم د مدینې ګورنر شهزاده فیص بن سلمان ټولو اړونده ادارو ته امر کړی چې دژوبل شوؤ کسانو په درملنه اؤ د وژل شوؤ په سمبالونه کې غوره اسانۍ ورکړي اؤ هم یې ددې پېښې د پلټنو دپاره دپلاوي ټاکلو امر کړی.

دسعودي عرب سرې میاشتې ویلي دهغوئ ۲۰ ټيمونه د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ پېښه کې یې مړه شوي کسان مرده خانې اؤ ژوبل کسان روغتون ته رسولي دي.

ویل کیږي چې په وژل شوؤ کې ځینې پاکستانیان هم شامل دی‌ خو لا دقیقه پیژندګلو یې نه ده شوې.

تر دې دمخه تیرکال داپریل میاشت کې هم یو بس دتیلو دټينګر سره جنګیدلی ؤ چې پکې دبرتانیې څلور عمره کوونکي مړه شوي اؤ ۱۲ نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG