واشنګټن: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اکټوبر د نهمې نېټې هغه لیک د خځلو ډرم (ټرش کېن) ته غورځولی په کوم کې چې ټرمپ اردوغان ته په سوریه کې د پوځي عملیاتو د پېلېدو پر ضد خبرداری ورکړی.
اردوغان ته نږدو سرچینو بي بي سي ته نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دا منلې ده چې اردوغان د ټرمپ دغه لیک په کوم کې چې ټرمپ د ترکیې لخوا په سوریه کې د عملیاتو د پېلېدو په ځواب کې د ترکیې د اقتصاد د تباهۍ ګواښ کړی وو په بشپړه توګه رد کړی دی.
خبر زیاتوي دغه لیک د سوریې له شمال څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو سره هم مهال استول شوی وو.
د ټرمپ په لیک کې ویل شوي وو:
"ته هم نه غواړې د زرګونو کسانو د وژنې مسئول وبلل شې او زه هم نه غواړم د ترکیې د اقتصادي تباهۍ سبب شم - او زه دا کار کولی شم. نو راځئ پر یوه معقول جوړ جاړي ګډ کار وکړو"
ټرمپ د لیک په دوام لیکلي:
"که په انساني ډول او په مناسب انداز داسې وکړې، تاریخ به دې په ښه نامه یاد کړي او که ښه حالت رامنځته نه شو، تاریخ به د یوه شیطان په سترګه درته وګوري. ''
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تمه څرګنده کړې چې نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ به په انقره کې د امریکا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ګټور لیده کاته وکړي چې د سوریې په شمال کې د ترکي لخوا روان عملیات ودروي.
ډانلډ ټرمپ بیا بیا دا خبره ردوي چې هغه د دغه عملیاتو ذمه وار دی چې پکې ترکیه هڅه کوي چې کردان د دغه سیمې نه په شاه کړي.
امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ يوې خبرې غونډې ته ویلي:
" که چېرې ترکي دغه عملیات وه نه درول، نو اقتصادي بندیزونه، اضافي ټېکسونه او نور داسې ډیر څه به مونږ د ترکي پرضد کوو. او دغه هر څه به د ترکی اقتصاد لپاره د تباهۍ وړ وي."
اخوا د کردانو لخوا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد سره د ملګرتیا وروسته د سوریې ملګري روس ځان د ترکي او سوریې په دغه لانجه کې تر ټولو غوره منځګړی ښودلی.
د ترکي ولسمشر اردوان به نن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د امریکايي چارواکو سره ویني.
د ترکي لخوا په شمالي شام کې پېل شوو عملیاتو او د کردانو او د سوریې د حکومت تر منځ له شوي تړون سره د سوریې پوځیانو بیرته د هغو سیمو کنټرول ترلاسه کړی کومې چې یې د تیرو څو کلونو راهسې په واک کې نه وې.
په دغو کې د کوباني ښار هم شامل دی چېرې چې د خودسره اسلامي ریاست یا داعش او کرد پېشمرګا ځواکونو تر منځه سخته جګړه شوې وه. او بیا په کال ۲۰۱۵م کې دغه ښار کرد پیشمرګا ځواکونو نیولی وو.
اخوا د امریکا سېنټ په یوه کمېټۍ کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران په اړه پالیسي له سختو نیوکو سره مخ شوې.
په دغه کمیټۍ کې د ډیموکراټ او ریپبلکنز ګوندونو سینټرانو تور لګولی چې د ولسمشر ټرمپ لخوا له سوریې نه د امریکايي پوځیانو د ویستلو فیصلې سره ایران په شاه ډبولی دی.
د ایران لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي براېن هووک چې د سینټ د بهرنیو چارو کمیټۍ کې یواځینی شاهد وو د صدر ټرمپ په پرېکړې نیوکې رد کړي دي.
روانه میاشت د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د شام نه د امریکايي پوځیانو د ویستلو پرېکړې وروسته د سوریې په شمالي سیمو کې ترکيې د کردانو پرضد عملیات پېل کړي.
براېن هووک ویلي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شام په اړه فیصله به د ایران په هکله د امریکا پالیسي او سټراټیجي نه بدلوي.
د نوموړي اشاره د امریکا لخوا په ایران د زیات نه زیات فشار راوستلو ته وه.
نوموړي زیاته کړې چې په تیر یو کال کې په ایران د اقتصادي بندیزونو پالیسي هم هغه شان روانه ده.