لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د کپتانۍ څخه لرې کړو


د پاکستان کرکټ بورډ (ٖپي سي بي) سرفراز احمد د کپتانۍ څخه لرې کړی اظهرعلي يې د ټېسټ لوبډلې او بابر اعظم يې د ټي ټيونټي لوبډلې کپتان جوړ کړی دی.

کرکټ بورډ ويلي اظهرعلي به د پينځه ورځنيو (ټېسټ) سياليو دپاره د اسټريليا په دوره کې د لوبډلې مشري کوي.

دغه ډول ويل شوي علي د ټېسټ چېمپئن شپ د ۲۰۱۹ او ۲۰ دپاره هم کپتان وي.

د پي سي بي ترمخه د اسټريليا په دوره کې د شل اووريزو (ټي ټيونټي) سياليو مشري بابر اعظم کوي او راتلونکی کال په ۲۰۲۰ کې به د شل اووريز نړیوال کپ د لوبډلې مشري هم د بابراعظم سره وي.

پي سي بي ویلي سرفراز احمد د ناوړه کارکردګۍ په اساس د کپتانۍ څخه لرې کړی شوی دی.

سرفراز احمد په داسې وخت کې د کپتانۍ څخه لرې کړی شو چې د هغه په مشرۍ پاکستان د سري لنکا څخه په سيريز کې ماتې خوړلې ده.

XS
SM
MD
LG