لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان سوداګر د اووه زره دوکانونو تاوان غواړي


د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه بازار سوداګر وايي د ضرب عضب عملياتو په مهال يې د اووه زرو دوکانونو سامانونه تباه شوي خو حکومت ورسره تراوسه مرستې ونه کړې اوس دوی د ۲۲م اکتوبر پورې صبر کوي او بيا به اسلام اباد ته لاريون کوي.

د ميران شاه د بازار دوکاندارانو د پرېس کلب مخې ته د خپل تاوان غوښتو دپاره احتجاج کړی دی.

د سوداګرو د اتحادیې صدر دین پياؤ ويلي د ضرب عضب عملياتو په مهال سوداګرو ته په اربونو روپۍ تاوان اوختی دی.

هغه ويلي حکومت د دوی غوښتنو منلو ته سنجيده نه دی.

د پياؤ په وېنا د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا سره يې لس ورځې وړاندې ليدلي او هغه ورته په لسو کې د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

خو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ۱۸ مياشتې کیږي چې کله ورسره يوه او کله ورسره بله وعده کيږي خو يوه پوره نه کړی شوه.

هغه زياته کړه د ۲۲م اکتوبر پورې که د دوي سره چا پخه ژمنه ونه کړه په ۲۳م اکتوبر به اسلام اباد ته لاريون کوي او هلته به پاخه کښېني.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نیمایۍ کېد پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.

د احتجاج کوونکو په وېنا په شمالي وزيرستان کې د تېلو د پمپونو مالکان او د ګاډو بارګين والا کسان وايي د دوي هم درې زره دوکانونه او پمپونه تاواني شوي دي.

يو بل احتجاج کوونکی فراز وايي د تېر ۲۰۱۸م د اپرېل په مياشت کې ورسره د پوځ ویاند ژمنه کړې وه چې دوی ته به د سامانونو تاوان ورکوي.

خو نوموړی وايي ۱۸ مياشتې وشوې خو تراوسه يې بيا چا تپوس ونه کړو.

د شمالي وزيرستان د سوداګرو د اتحاديې چيئرمېن شېرولي ويلي د دوی سره بله هيڅ لار نشته، خنډان ورته جوړ کړی شوي خو وايي د پاکستان په نورو سوداګرو اتحاديو يې غږ کړی چې په احتجاج کې يې شامل شي.

په خپلو خبرو کې نوموړي وويل چې نه يواځې کاروبارونه یې تباه شوي او هغه سامانونو چې په قرضونو يې راوړی اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ شی نشته.

انتظاميه د سوداګرو شکایت مني خو وايي پېسې نه لري چې ورته ور يې کړي دوی حکومت ته د سوداګرو د تاوان دپاره سپارښتنه کړې خو ځواب ورته نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG