لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د شام څخه ويستونکی پوځ په عراق کې په ځای کړی


د امریکې د دفاع وزير مارک اېسپر ويلي چې د نوې منصوبې لاندې د شام نه ويستونکې امریکايي دستې په لويديځ عراق کې په ځای کړی شوي دي.

مارک اېسپر ويلي د تندروه ډلې داعش پرضد پوځي عمليات دوام لري چې دا ډله بيا راپورته نه شي.

د اېسوسي اېټډ پريس ترمخه د منځني ختيځ په سفر د امریکا د دفاع وزير مارک اېسپر دا خيال هم نه دی رد کړی چې په عراق کې موجود د امریکا پوځ به په شام کې د داعش پرضد عمليات نه کوي.

هغه ويلي د عراق نه په شام کې د عملياتو په اړوند به وخت په وخت تفصيلات درکولی شي.

په وروستيو کې د شام څخه د امريکايي پوځ د وتلو وروسته ترکي په شام کې عمليات پېل کړي وو.

د امریکايي پوځ د وتلو وروسته داسې پوښتنې راولاړې شوې وې چې دا پوځ به اوس چرته ځي او د داعش پرضد عملياتو تګلاره به اوس څه وي.

مارک اېسپر ويلي د شام نه عراق ته د پوځ لېږلو په اړوند يې د عراق د دفاع د وزير سره خبره شوې وه.

هغه ويلي د عراق د خپل سيال سره په خبرو کې يې د دې منصوبې يادګېرنه کړې او ويلي يې ؤ چې د شام نه ۷۰۰ امریکايي سرتيري عراق ته منتقلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG