واشنګټن: اروپايي ټولنې او امریکا په یو ګډ بیان کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي دي چې د بین الافغاني خبرو پر وخت دې ډز بندي وکړي تر څو ګډونوال په دې وتوانېږي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره په یو سیاسي جوړجاړي تړون ته سره ورسېږي.
په دغه ګډ بیان کې همدارنګه له ولسمشر اشرف غني، اجرایه مشر ډاکټر عبدالله او له پیاوړو افغان مشرانو څخه غوښتل شوي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې د افغان حکومت چمتو کولو ته پام واړوی او یو ملي مذاکراتي ټیم دې جوړ کړي.
په بیان کې یو ځل بیا په دې خبرې ټینګار شوی، چې طالبان او نورې افغاني ډلې باید دا خبره باوري کړي چې د افغانستان خاوره به د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو لخوا نه کارول کېږي.
همدا ډول په بیان کې ویل شوي دي چې طالبان باید له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او طالبان او نورې افغاني ډلې به د هغو ترهګرو ملاتړ نه کوي چې په کوم بل هېواد باندې برید وکړي.
ددغه ګډ بیان په ټکو باندې د اروپايي اتحاد، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، بریتانیې، ملګروملتونو او امریکا ځانګړو استازو هغه مهال موافقه وکړه کله چې دوی د اکټوبر په ۲۲مه نېټه په برسلز کې د ناټو د اتحاد په مرکز کې سره ولیدل.
په ورته وخت کې، طالبانو دا منلې ده چې د دوی د سیاسي چارو مرستیال به چین ته د دوی د ورغلي پلاوي مشري کوي او د اکټوبر په وروستیو کې به په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چین د ملا برادر تر مشرۍ لاندې د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکړې چې په چین کې جوړېدونکي کانفرانس کې ګډون وکړي.
دغه کانفرانس به د افغان سولې به اړه د ماسکو او د قطر د غونډو د لړۍ په دوام وي.
په خبر کې وړاندې راغلي دي، ددغه کانفرانس ټول ګډونوال به په خپل سر یا په شخصي توګه ځي او د افغان لانجې د حل لپاره به خپلې شخصي نظریې وړاندې کوي.
تر دې وړاندې د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ ویلي وو، چې د افغان سولې په اړه روانې هڅې یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې دغه بهیر د افغان دولت تر مشرۍ لاندې تر سره شي.
په افغان حکومت کې د سولې وزارت ویلي، چې په چین کې د بین الافغاني خبرو په اړه له چینايي حکومت سره خبرې روانې دي.
د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، افغان حکومت به په افغاني پلاوي کې د ګډون په اړه پرېکړه کوي چې د هغې په وینا ګډونوال به په ټولو معیارونو برابر خلک وي.
اغلې انوري په دغه کنفرانس کې د ټولو پر ګډون او د افغان دولت پر مرکزي رول ټینکار وکړ. نوموړې زیاته کړه، چې افغان دولت سولې ته د رسېدو په هدف د افغانانو ترمنځ د هر ډول خبرو هرکلی کوي.