لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټک ټاک پښتنه فعاله حریم شاه دخارجه وزیر چوکۍ ته څنګه ورسېده؟


په ټولنیزه رسنۍ ټک ټوک دمشهورې شوې یوې پښتنې پېغلې حریم شاه دپاکستان په خارجه وزارت کې دخارجه وزیر په چوکۍ دناستې جوړې کړل شوې ویډيو دهغې په ضد په سوشل میډيا تاوده بحثونه راپارولي دي.

په ټولینزو رسنیو خپرې شوې دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې دپېښور سره تعلق لرونکې پېغله حریم شاه دخارجه وزارت د ودانۍ دغونډو خونه کې ګرځي، بیا د خارجه وزیر په چوکۍ کښیني اؤ دعسکونو اخستلو ترڅنګ خپله ویډیو هم جوړوي.

کله چې دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو یو شمیر خلکو پرې سخت غبرګون ښکاره کړو چې څنګه یوې جینۍ ته په دومره مهم ریاستي مقام کې د ویډیو جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې ددې ویډيو خپریدو سره سم دخارجه وزارت چارواکي هم په حرکت کې راغلي اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

سرچینې وایي پلټنو کې به دا خبره معلومولی شي چې حریم شاه د چا په اجازه دخارجه وزارت دغونډو خونې ته ورننوتلې ده اؤ هغې ته ټک ټاک دپاره د ویډيو جوړولو اجازه چا ورکړې ده؟

فیصل اقبال نومي تن په ټوئټر دحریم شاه دغه ویډيو خپره کړې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې “ایا دټک ټاک ستورې حریم شاه دومره طاقتوره ده چې په کوم ځائ داپوزیشن لیډر ته دناستې اجازه نشته،دګوندونو مشران پرې نه شي کښیناستی،دخارجه وزارت ویاند په دغه کرسۍ ناسته نه شي کولی اؤ حریم شاه دغلته رسیدلی شي ،ایا ددې څه مطلب دی”

دحریم شاه سپیناوی

خو حریم شاه په ځان کیدونکې نیوکې بې ځایه بللي اؤ ویلي یې دي چې هغه د واکمن ګوند تحریک انصاف سره تړاؤ لري اؤ خارجه وزارت ته خارجه وزیر سره لیدلو له تللې وه.

دپاکستان جیو ټي‌ وي ته حریم شاه ویلي هغې دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یو شخصي کار لرلو اؤ هغه سره دلېدنې دپاره یې د وړاندې نه هیڅ درخواست نه ؤ ورکړی بلکې خارجه وزارت ته ورغله اؤ دخپل شناختي کارډ په ښودلو دننه پرېښودل شوه.

هغه وایي دیو لوړ پوري امنیتي افسر په اجازه خارجه وزارت ته ننوتلې وه خو هغې ته هیچا نه وؤ ویلي چې دځان سره موبائیل دننه نه شي وړلی یا ویډيو نه شي جوړولی.

په حریم شاه اؤ صندل خټک دغلا دعوه

تر دې وړاندې هم دحریم شاه په هکله هغه وخت په ټولینزو رسنیو سخت بحثونه راپاریدلي وؤ چې کله هغه دټک ټاک خپلې یوې بلې ملګرې صندل خټک سره په ګډه دیو پاکستاني خبریال مبشر لقمان په شخصي جهاز کې جوړه کړې ویډيو په ټک ټاک خپره کړه.

له دغې ویډيو خپریدو وروسته مبشر لقمان په حریم شاه اؤ صندل خټک تورونه لګولي وؤ چې دهغه دجهاز نه یې قیمتي کیمرې اؤ نور سامانونه پټ کړي اؤ دهغوئ‌ په ضد یې پولیسو ته رپورټ هم کړی ؤ.

خو حریم شاه اؤ صندل خټک بیا وروسته په یوه ویډيو کې دمبشر لقمان نه بخښنه وغوښته.

تر دې څو میاشتې وړاندې په چارسده کې یو تن د ډپټي کمشنر په چوکۍ ناست خپل عکس ویستلی ؤ چې وروسته هغه ونیول شو اؤ‌ زندان ته واچول شو.

د منظور کمال خټک په نوم ټولنیز فعال په فیس بک پوسټ کړی چې چارسده کې د ډپټي کمشنر په چوکۍ عکس جوړونکی خو نیول شوی ؤ اؤ په ضد یې مقدمه هم چلیدلې وه خو اوس چې حریم شاه د خارجه وزیر په کرسۍ ناسته خپله ویډيو جوړه کړې ده کتل به دا وي چې قانون د ټولو دپاره یو برابر دی که نه نا دا قانون یوازې دغریب دپاره جوړ کړل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG