لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: عدالت په ساهېوال کې د څلورو کسانو په وژنه تورن شپږ پوليس بري کړي دي


د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د پنجاب په ساهېوال سيمه کې د څلورو کسانو په وژنه تورن شپږ پوليس د شک په اساس بري کړي دي.

د پنجاب په ساهېوال سيمه کې د روان کال جنورۍ په مياشت کې د پنجاب د ترهګرۍ ضد د پوليس څانګې (سي ټي ډي) سرتېرو په يو ګاډي ډزې کړې او څلور تنه يې پکې وژلي وو.

په وژل شوؤ کې ښځه، خاوند د هغوي کم عمره ماشومه لور او ډرايور شامل وو.

پوليسو ویلي د ترهګرو په شک يې په ګاډي ډزې کړي خود وژل شوؤ خپلوانو ويلي ؤ خپلوان يې يو واده له روان ؤ چې په لار کې پرې د سي ټي ډي پوليسو ډزې کړي او وژلي وو.

په پېښه کې د وژل شوې کورنۍ (ښځې او خاوند) درې ماشومان ژوندي هم پاتې شوي وو.

نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ د ځانګړي عدالت جج ارشد حسېن بټهه د مقدمې اورېدنه کړې او فېصله يې اورولې ده.

د ځايي ميډيا په مقدمه کې د وژل شوي تن د ورور په ګډون د ۴۹ ګواهانو بيانونه اخيستل شوي خو عدالت نن په فېصله کې ويلي چې تورن پوليس ته د شک په بنياد ګټه ترلاسه شوې او بري کړی شوي دي.

په سوشل میډيا د عدالت یادې فېصلې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

ژورنالسټ مبشر زېدي په ټويټر ويلي "د ترهګرۍ ضد عدالت له په داسې فېصله کولو شرم پکار دی".

يوې بلې ژورنالسټې بېنظير شاه ويلي،

"سياستوال ترهګر ګرځول کيږي او قاتلان خوشي کولی شي".

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG