دپاکستان دکورنیو چارو وزارت دجمعیت علماء اسلام(ف) په انصار الاسلام نومې تنظیم د بندیز اعلامیه خپره کړه اؤ په څلورو واړو صوبو یې غږ کړی دی چې ددې عسکري ګروپ په ضد باید ګامونه واخلي.
د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دشخصي عسکري ډلو جوړول د ائين د ۲۵۶مې مادي څخه سرغړونه ده اؤ د جمعیت علماء اسلام(ف) دانصاراسلام په نوم لښکر د قانون ماتولو لامل جوړیدلی شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې دکورنیو چارو وزارت د مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو د منظورۍ نه وروسته په انصار الاسلام بندیز لګوي اؤ صوبې باید ددې ډلې په ضد ګامونه واخلي.
انصار الاسلام د جمعیت علماء اسلام هغه لښکر دی چې تیره اوونۍ یې پېښور کې لوړو په لاس داسلام اباد د احتجاج دپاره تمرینونه کړي وؤ اؤ ددغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته یې سلامي هم ورکړې وه.
دجمعیت علماء اسلام مشران دریځ لري چې دا ذیلي تنظیم یې د ګوند دجلسو،جلوسونو اؤ لاریونونو په وخت د امنیت ذمه وارۍ ترسره کوي اؤ هیڅ قسمه غیرقانوني یا غیر ائیني فعالیتونه نه کوي.
تیره اوونۍ په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو د انصارالاسلام د تمرینونو د ویډګانو اؤ عکسونو مخې ته له راتلو وړاندې حکومتي چارواکو په جمعیت علماء اسلام ګوند سخت ټکونه کړي وؤ چې دوئ د ریاست مخې ته لښکرې ودرول غواړي.
خو دجمعیت علماء اسلام(ف) دقبائیلي ضلعو دپاره مشر مفتي عبدالشکور خبریالانو ته ویلي وؤ چې انصار الاسلام به داسلام اباد د احتجاج په مهال یوازې د امن چارې سمبالوي .
جمعیت علماء اسلام په ۳۱م اکتوبر دنورو مخالفو سیاسي ګوندونو په ملتیا اسلام اباد ته د ازادي مارچ په نوم د یو لاریون تابیا کړې ده اؤ حکومت دغه ګوند ته دپرامنه احتجاج کولو اجازه ورکړې ده خو د اطلاعاتو په هکله د وزیراعظم عمران خان معاونې فردوس عاشق اعوان تیره ورځ خبریالانو ته ویلي چې که چا لوړو ته لاس کړو نو امنیتي ځواکونه به هم بیا د وصعیت ارامه ساتلو دپاره دلوړو نه کار اخلي