لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د۲۷مې فرورۍ راپدیخوا مو دهند۶۰پوځیان وژلي،دپاکستان دپوځ دعوه


دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې سږکال یې د۲۷مې فرورۍ راپدیخوا دکشمیر په ویشونکې پوله یا لائن اف کنټرول تر۶۰ؤ زیات هندي پوځيان وژلي اؤ ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور د خالي په ورځ په ټوئټر لیکلي د ۲۷مې فرورۍ راپدیخوا پاکستان دهندي پوځ ګڼ شمیر پوستې تباه کړي،دهغوئ دتوپو پوزیشن ته یې هم زیان رسولی اؤ هغوئ دخپلو توپو د ځائ په بدلولو مجبور شوي دي.

په ۲۶مه فرورۍ هندي چارواکو دعوه کړې وه چې دهغوئ جنګي الوتکو دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې دترهګرو یوه ځاله په نخښه کړې اؤ دغلته یې د سوؤنو په شمیر ترهګر وژلي.

خو پاکستان دهند دغه دعوه په سختۍ سره رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ هندي الوتکو بالاکوټ کې په یو ځنګل بمونه غورځولي اؤ بیا تښتېدلي دي اؤ دهند په دې بمبارۍ کې هیڅ رقم ځاني زیان نه دی شوی.

په ۲۷م فرورۍ بیا پاکستاني پوځ دعوه وکړه چې د هند دوه الوتکې یې رانسکورې کړي اؤ دابهي نندن په نوم یو هندي پائیلوټ یې هم نیولی ؤ چې وروسته بیا پاکستان دخواخوږۍ په اساس هند ته وسپارلو.

دپاکستاني پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور لیکلي چې دپاکستان هوایي ځواکونو دهندي فضایې دوه الوتکې رانسکورې کړي اؤ دوه نورې په ویره کې هندي ځواکونو پخپله ویشتلي دي.

دپاکستان اؤ هند اړېکې وخت دسره تاؤژنې راروانې دي خو په پنځم اګست دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو راپدیخوا ددې دواړو ګاوندیو هیوادونو اړېکې نورې هم تاؤژنې شوي اؤ وخت په وخت د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ دکشمیر ویشونکې پوله نښتې کیږي.

دپاکستان دپوځ لخوا د۶۰ؤ هندي عسکرو د وژنې په دعوه په سمدستي توګه هند څه غبرګون نه دی ښکاره کړی خو هند هم په دې نزدې وختونو کې څو کرته په کنټرول لائن نښتو کې دپاکستاني پوځيانو د وژنو دعوې کړي دي.

دکشمیر په مسله تر دې دمه دپاکستان اؤ‌ هند ترمنځ درې ستر جنګونه شوي اؤ اوس چې هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی نو یو ځل بیا دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښایي چې که نړۍ دې مسله کې مداخلت ونه کړو نو د دواړو ایټمي قوتونو ترمنځ دايټمي جګړې احتمال شته.

Recommended

XS
SM
MD
LG