لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا دکرکټ ښځینه لوبغاړې ثناء میر دامریکا دایشیا ګیم چېنجر جائزه ګټلې ده


د خېبرپښتونخوا د اېبټ اباد سيمې سره تعلق لرونکې پاکستانۍ لوبغاړې ثناء مير د امریکې د ايشيا ګېم چېنجر جايزه ګټلې ده.

ثنا میر د پاکستان د ښځينه کرکټ لوبډلې پخوانۍ مشره او اوسنۍ لوبغاړې ده.

هغې ته د ايشيا چېنجر جايزه د ایشيا سوساسټۍ لخوا ورکړی شوې ده.

ایشیا سوسايټي د امریکا یو تهنک ټهنک دی چې وخت په وخت د ايشيا سره تړاؤ لرونکو نوميالو کسانو ته جايزې ورکوي.

ثنا میر د ايشيا ګېم چېنجر نومې ايوارډ اخيستو له د امريکا نيويارک ښار ته ورغلې وه.

د نوموړې سره د هند او چين څخه هم نورې ښځينه لوبغاړې دغې جايزې اخيستو له ورغلې وې.

د اېبټ اباد سره تعلق لرونکې ثنا میر وايي په ايشيا کې د نړۍ نيمايي خلک اوسيږي خو د لوبو په مېدا ن کې يې لس فيصده خلک برخه نه لري.

هغه وايي په پاکستان کې د سکولونو په کچه د لوبغاړو لټه پکار ده.

ثنا میر زياتوي د لوبو محکمو ته پکار ده چې د هلکانو په رنګ اسانتياوې جينکو ته هم برابرې کړي.

دغه ښځینه لوبغاړې وايي وړاندې به ښځې عملي ميدان ته کمې راتلې خو اوس په پاکستان کې هغه نظر تر ډيره حده بدل شوی دی او جينکۍ یا ښځې چې اوس د پاکستان ۵۰ فيصده دي که موقعې ورته برابر کړی شي د پاکستان نوم به روښانه کړي.

د ايشيا سوسايټۍ لخوا له دې وړاندې دا جايزه د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته هم ورکړی شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG