لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خلیلزاد د صدر غني او عبدالله عبدالله سره جدا جدا ملاقاتونه کړي


د افغان سولې او وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره ورځ په یو ناڅافي او غیر اعلان شوي سفر کابل ته د رسیدو وروسته د افغان چارواکو سره جدا جدا لیده کاته کړي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو د ختمولو د اعلان وروسته دا د ښاغلي خلیلزاد افغانستان ته لومړی سفر دی. افغان چارواکو ویلي چې د زلمي خلیلزار سره په دغه سفر کې د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا د قامي امنیت سلاحکاره لیزا کرټس هم ورسره ده.

د افغان چارواکو تر مخه تیره شپه کابل ته د رسیدو وروسته د امریکا ځانګړي استازي د صدر اشرف غني او اجرايیه رېیس عبدالله عبدالله سره جدا جدا لیدلي.

صدر اشرف غني او ښاغلی عبدالله عبدالله د افغانستان صدارتي انتخاباتو د سر لومړي کاندیدان دي.

د افغانستان صدر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته ویلي ٫٫ د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د صدر اشرف غني سره لیده کاته کړي او هغه يې په تازو کې شوي پرمختګونو نه خبر کړی.٬٬ خو نوموړي د دغې نور څه جزیات نه دي شریک کړي.

امریکايي ډپلومېټ زلمی خلیلزاد د کابل دا سفر یوه ورځ وروسته د هغې کړی چې (د خالي یا شنبې په ورځ) د افغانستان د انتخاباتو ازاد کمیشن یو ځل بیا د صدارتي انتخاباتو نتیجې اعلانول وروسته کړي.

د ستمبر په ۲۸مه نېټه شوي دغه صدارتي انتخاباتو نتجې به اوس د نومبر په ۱۴مه نېټه اعلانیږي.

د کمېشن لخوا لومړی وېل شوي وو چې د انتخاباتو نتیجې به د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه اعلانوي. خو بیا يې د تکنیکي ستونزو او په انتخاباتو کې د شفافیت په غرض دغه نتیجې اعلانول وروسته کړل.

د کابل د سفر وړاندې د ماسکو غونډه:

په نژدیو ورځو کې نړیوالو سفارتي کوښښونو یو ځل بیا دا تمې ژوندې کړي چې د امریکا او افغان طالبانو تر منځه ودریدلي خبرې اترې به بیرته پېل شي.

د جمعې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي د روس سفر کړی وو او هلته يې په څلور ګوندیزه غونډه کې ګډون کړی وو. په دغه سفر کې خلیلزاد د خپل روسي او چینايي همسیال ترڅنګ د پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي وو.

د روسې لخوا راجوړې شوې دغه غونډه حدف د دغه هیوادونو لخوا د افغان جګړې د خبرو اترو د لار حل راویستو هڅې بیا پېلول وو.

د ماسکو د غونډې وروسته په یو خپور شوي بیان کې وېل شوي وو چې ټولو هیوادونو د افغان جګړې په ټولو ډلو غږ کړی چې سمدستي دې تشدد پریږدي او د سولې خبرو اترو لپاره دې مناسب ماحول جوړ کړي.

په بیان کې وېل شوي وو چې روس، چین او پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې خبرو اترو زر تر زره پېلولو پوره مرستې کوي. او زیاته کړې يې وه چې دغه خبرې به د افغانانو تر منځه د خبرو اترو لار هواره کړي.

د روانې میاشتې په پېل کې اسلام اباد د امریکا او افغان طالبانو ترمنځه غیر رسمې خبرو اترو کوربه توب کړی وو. که څه هم د دغه ملاقاتو وروسته نه خو امریکا او نه هم طالبانو د دغې غونډې ښکاره پخلی کړی او نه يې دا ویلي چې په دغه غونډه کې په کومو موضوعاتو خبرې شوي. خو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې دوي د دغه غونډې په راجوړلو کې مرسته کړې وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې خبرې اترې:

امریکا دتیرکال راهسې طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ په قطر کې دسولې خبرې پیل کړې وې قابو دوه میاشتې وړاندې امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددغو خبرو د ودرولو اعلان وروسته له هغې وکړو چې په کابل کې په یو خونړي برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دا خبرې په داسې حال کې ختمې شوې وې چې طالبانو اؤ ښاغلي خلیلزاد دعوه لرله چې دسولې په یو داسې تړون متفق شوي چې له مخې به یې امریکا افغانستان افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیر کموي اؤ طالبان به دالقاعده په ګډون دټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې شلوي.

کابل ته دزلمي خلیلزاد دسفر نه وړاندې تیره اوونۍ دامریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر اؤ دامریکایي کانګریس مشرې نینسي پلوسي هم سفرونه کړي وؤ اؤ دافغان ولسمشر اشرف غني سره یې افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې اترې کړې وې.

XS
SM
MD
LG