لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ډلې ځايي مشر په بريد کې وژل شوی


په قبايلي ضلع باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ډلې ځايي مشر مفتي سلطان محمد پرون د ګل په ورځ د نامالومو کسانو په ډزو ژوبل شوی او د شپې يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د جمعيت علما اسلام د باجوړ د خار تحصيل جنرل سيکرټري عمران ماهر وايي په نوموړي مفتي پرون د کور نه بهر نامالومو کسانو ډزې کړې وې.

د ځايي چارواکو په وېنا مفتي سلطان محمد د درملنې دپاره پرون د پېښور پوځي روغتون ته وړل شوی او هلته يې د شپې ژوند د لاسه ورکړی دی.

ماهر وايي د مفتي سلطان محمد د چا سره شخصي دښمني نه وه او د جمعيت علما د واړه ماموندو مشر او په تېرو انتخاباتو کې کانديد ؤ.

هغه تور لګوي مفتي سلطان محمد د جمعيت علما د ازادي مارچ ناکامولو دپاره په هدف کړی شوی دی خو وايي د دوی حوصلې لوړې دي او ازادي مارچ ته به ځي.

په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند ځايي مشر په داسې حال کې وژل شوی چې یاد ګوند د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد ازادي مارچ پېل کړی دی.

د ياد ازادي مارچ پېل د اتوار د ورځې نه مولانا فضل الرحمان د کراچۍ نه کړی او اسلام اباد ته د سيند صوبې نه پنجاب ته رسېدلی او وايي په ۳۱ اکتوبر به اسلام اباد ته رسي.

عمران ماهر د باجوړ په انتظاميه هم تور لګوي چې په علاقه کې د خلکو نه قلنګ اخیستل کيږي د خلکو کورونو ته غله اړوي خو څوک يې د تپوس نشته.

ځايي کسان وايي د باجوړ د مرستيال کمشنر او پوليس مشر په خپل مينځ کې سم نه دي او د هغې زور يې د عامو خلکو نه اوباسي.

په باجوړ کې څو ورځې وړاندې د پاکستان پيپلز ګوند يو ځايي مشرمياګل جان هم په هدف کړی شوی ؤ.

ځايي خلک وايي په وروستیو کې په باجوړ کې هدفي وژنې او نور جرمونه سېوا شوي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

د باجوړ د پوليس مشر (ډي پي او) شهاب علي شاه وايي د پېښې مقدمه یې درج کړې ده او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پوليس افسر وويل په سمدستي ډول دا نه شي ویلی چې دا هدفي وژنه ده که د ترهګرۍ پېښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG