لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا بیجنګ کې به دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ مخ په مخ دسولې خبرې وشي؟


Ghani Taliban
Ghani Taliban

امریکې دافغان چارواکو اؤ طالبانو ترمنځ د نوؤ مذاکراتو پیل کولو په اړوند دچین وړاندیز منلی اؤ ویلي یې دي چې دې بین الافغاني خبرو اترو کې به ګڼ شمیر سیاسي مشران برخه اخلي چې پکې به افغان چارواکي اؤ طالبان هم شامل وي.

تیره اوونۍ دمسکو کانفرنس کې امریکا،روس ،چین اؤ پاکستان دافغان شخړې دهواري یوازینۍ لاره مذاکرات بللي وؤ اؤ په چین کې یې دبین الافغاني خبرو اترو راجوړولو په وړاندیز اتفاق کړی ؤ.

نړیواله خبري شبکې ایف ایف پي ویلي دمسکو دکانفرنس نه وروسته اوس امریکا پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې څلور واړه هیوادونه بیجنګ کې د بین الافغاني خبرو د راتلونکي پړاؤ پلوي دي اؤ په دغو خبرو کې به دافغانستان سیاستمداران ،افغان چارواکي اؤ طالبان برخه اخلي.

خو په دې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا بین الافغاني خبرې به کله پیل کیږي؟

تر دې وړاندې چې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دخبرو څومره پړاوؤنه ترسره شوي وؤ په هغې کې دامریکا د زیاټ ټینګار باوجود طالبان دې ته نه وؤ حاضر شوي چې افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښیني.

افغان صدر اشرف غني پرله پسې وایي چې ترڅو دسولې دخبرو مالکیت دافغانستان په لاسونو کې نه وي ترهغې دسولې هیڅ‌ راز هڅې نه شي بریالۍ کیدای خو طالبان دریځ لري چې کله امریکا سره دسولې تړون وکړي بیا افغان دولت سره په خبرو غور کولی شي؟

اوړمه ورځ په مطبوعاتو کې د طالبانو په حواله دعوې شوې وې چې په بیجنګ کې به دسولې دا خبرې په ۲۹م یا ۳۰م اکتوبر پیل کیږي اؤ دغه خبرو کې دبرخې اخستلو په موخه دقطر نه دملاعبدالغني بردار په مشرۍ دطالبانو یوه ډله بیجنګ ته رسېدلې هم ده .

خو په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین پرون پخپله ټوئټر پاڼه دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي وؤ چې دا اوازې هیڅ حقیقت نه لري.

په چین کې د بین الافغاني خبرو اترو دپیل کیدو دا موضوع په داسې حال کې توده شوې ده چې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اوس،اوس دسیمې په سفر کې په کال کې دافغان صدر اشرف غني اؤ په اسلام اباد کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنې کړي اؤ ورسره یې دافغان سولې په اړوند دنظر تبادله کړې ده.

امریکا دتیر کال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې مذاکرات پیل کړي وؤ اؤ دواړو خواؤ دعوه کوله چې دسولې په یو تړون متفق شوي هم دي چې ډير زر به پرې لاسلیکونه وکړل شي خو خو دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ۱۹م اکتوبر طالبانو سره وروسته له هغې دمذاکراتو دورولو اعلان وکړو چې کابل کې دطالبانو په یو برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان وژل شول.

د روانې میاشتې په پیل کې دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو یوې ډلې اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفرونه کړي وؤ اؤ نړیوالو مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې دواړو خواؤ (امریکا اؤ‌ طالبانو) په مشروط ډول دمذاکراتو د لړۍ په بیا پیل کولو رضامندي ښودلې ده.

طالبان تر دې مهاله افغان دولت سره دنیغ په نیغه خبرو اترو نه انکار کوي خو زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د دوشنبې په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان هغه ته باور ورکړی ؤ چې پاکستان به دمذاکراتو بریاليتوب دپاره له خپله انده هر رقم کومک کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG