لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: موږ په پاکستان کې د ولس پر ووټ ډاکه نه منو او د ډاکوانو په ضد جنګ اعلانوو


Maulana Fazlu Rahman, JUI-F Chief
Maulana Fazlu Rahman, JUI-F Chief

واشنګټن ــــ د تحریک انصاف ګوند په ضد د را پاڅېدلي ازادي مارچ مخکښ د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، په پاکستان کې د ولس په ووټ ډاکه نه مني او د ډاکوانو پر ضد به جنګ جاري وي او د هغه په قول دا جنګ يو مقدس جهاد ګڼي.

د نهې- سه شنبې په روځ د جنوبي پنجاب په ملتان ښار کې جلسې ته په وینا کې مولانا فضل الرحمن وويل اسلام اباد ته د تلو مرام یې دا دی چې نړۍ او واکمنان خبر کړو چې موجوده حکمرانان د پاکستان حقيقي استازي نه دي، دا يواځې ناجايزه نه دي بلکې نااهله هم دي او چې د هېواد اقتصاد یې هم غرق کړ.

که څه هم مولانا فضل الرحمن د وزير اعظم عمران خان نوم نه دی اخستی خو د هغه د وينا محور هم هغه وو او زياته یې کړه د ټول قام اتفاق دی چې دا حکومت جعلي دی او د ولس اختیار نه لري.

نوموړي په خپل تقرير کې په مېډيا د بندیزونو يادونه هم وکړه او ویې ويل چې ميډيا ته امر شوې چې د هغه تصوير به هم نه ښکاره کوي نو د دې معنا دا ده چې حکمرانان اوس د هغه د تصوير نه هم وېرېږي.

مولانا فضل الرحمن د هند د انتظام لاندې کشمير ذکر هم وکړ او ویې ویل چې موجوده حکمرانان د کشمير جنګ نه کوي بلکې کشمير خرڅوي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې ازادي مارچ نن له ملتانه د لاهور په لوري روان شوی دی او په دغه لاريون کې د بلوچستان او سیند څخه په لويه شمېره کې د جمعيت علما اسلام پلويان- چې په بسونو او موټرو کې سپاره دي- هم شامل دي.

راپورونه وایي د ازادي مارچ ګډونوال د موټروې پر ځای په نېشنل های وې سړک روان دي چې د پنجاب د ساهيوال، ميا چنو او اوکاړه څخه تېرېږي.

د پنجاب صوبې د کورنیو چارو محکمې د جمعیت علمای اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن د ممکنه برید خبرداری هم خپور کړی او ویلي یې دي چې پر نوموړي د هند او افغانستان استخباراتي ادارې حمله کولای شي.

د جمعيت علما اسلام د پنجاب صوبایي امير ډاکټر قاري عتیق الرحمن ډيوه ريډيو ته ويلي چې صوبایي حکومت نه خو مولانا فضل الرحمن ته او نه یې لاريون ته سيکیورټي ورکړې ده او په ملتان کې انټرنيټ هم تړلی وو.

بلې خوا ته د لاهور هايکورټ د ازادي مارچ د درولو او د مولانا فضل الرحمن پر ضد د بغاوت د کاروایۍ پيل کولو په هکله د خواستونو اورونه ځنډولې ده او ويلي یې دي چې د پاکستان دستور څوک د بيانونو او سياسي هلو ځلو څخه نه را ګرځوي او نه د احتجاجونه له امله د چا د بنيادي حقونو سرغوړنه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG