لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جاپان په پاکستان کې له افغان کډوالو او کوربنو سره یې 21 لکه ډالره مرسته کوي


واشنګټن ــــ د جاپان حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو او د هغوی له ځایي کوربنو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له لارې د 21 لکه (2.1 میلین) ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د جاپان سفیر کنینوري مټسوډا په غونډه کې د پاکستان هڅې او مېلمستیا ستایلې چې وایي څلور لسیزې یې افغان کډوال پخپله خاوره کې وساتل. ښاغلي مټسوډا ویلي، دا مرستې به نه یواځې کډوالو او ځایي خلکو سره د تعلیم، روغتیا، اوبو او نورو برخو کې مرسته وکړي بلکې د جاپان او پاکستان اړیکې به هم پیاوړې کړي.

"د جاپان حکومت به له یو این ایچ سي آر سره مرستو ته دوام ورکوي چې د پاکستان له حکومت سره افغان کډوالو ته د ژوند د بنیادي اسانتیاوو د ورکولو په برخه کې ګډ کار وکړي".

ټاکل شوې چې دغه پیسې به یو این ایچ سي آر په خیبرپښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او اسلام اباد کې د افغان کډوالو او د هغوی د کوربنو لپاره د تعلیم، روغتیا، اوبو او صفایي په برخو کې لګوي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر مشرې روینډریني مینیکډویلا د دې مرستې لپاره د جاپان د خلکو او حکومت مرسته کړې ده چې وايي دا به یو این ایچ سي ته دا موقع ورکړي چې د ځورېدلو کډوالو د روغتیا د بنیادي اسانتیاوو او د سکولونو د ښه کولو په برخه کې یې ولګوي.

یو ایو ایچ سي آر وایي، له دغو مرستو څخه به د پاکستان په ټولو صوبو او پایتخت اسلام اباد کې اویا زره 70000 افغان کډوال او ځایي خلک ګټه پورته کړي.

د جاپان له خوا د دغې مرستې قرارداد د نهې- سه شنبې په ورځ د جاپان د سفیر کنینوري مټسوډا او په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر د مشرې روینډریني مینیکډویلا تر منځ په یوه غونډه کې لاسلیک شوی دی.

د جاپان له خوا ورکول کېدونکې دغه مرسته به له کډوالو اغېزمنو او ځایي سیمو د پروګرام (راها) د پلان په بنیاد لګول کېږي، چې نړیوالې ټولنه ورسره مرسته کوي او مقصد یې د کډوالو د ښه ژوند تر څنګ د پاکستان د کوربتوب اعتراف او له اغېزمنو ځایي خلکو سره مرسته کول دي.

د راها د پروګرام په بنیاد له تېرو څو کلونو کې د پاکستان په ټولو صوبو کې د افغان کډوالو او د هغوی د کوربنو لپاره د تعلیم، روغتیا، روزګار، استوګنې، اوبو، صفایي او نورو ټولنیزو برخو کې کار شوی دی.

جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې یو این ایچ سي آر سره د مرستو په برخه کې په نړۍ کې پینځم هېواد بلل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG