لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: له عمران خان سره د استعفی لپاره دوه ورځې دي


واشنګټن ـــــ د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، وزیراعظم عمران خان ته دوې ورځې وخت ورکوي چې پخپله استعفی ورکړي ګنې وایي د ولس سمندر د دې توان لري چې وزیراعظم هاوس ته ور ننوځي او پخپله یې ونیسي.

د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د ازادي مارچ زرګونو ګډونوالو ته په وینا کې مولانا فضل الرحمن د پوځ نوم وا نه خیست خو هغوی ته په اشارې سره یې وویل، له ادارو سره تضاد نه غواړي خو وایي ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.

په ازادي مارچ کې د مسلم لیګ ن، پیپلز ګوند، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قومي وطن ګوند او نورو اپوزیشن ګوندونو غړي هم شامل دي، خو زیات شمېر پکې د جمعیت علمای اسلام ګوند د غړو دی. د ګډونوالو د دې نعرې په ځواب کې چې ازادي مارچ د اسلام اباد ډي چوک ته وغزوي، مولانا فضل الرحمن وویل:

"دا نعرې آصف علي زرداري هم اوري، نواز شریف یې هم اوري او هغه قوتونه یې هم اوري چې موږ یې ور اورول غواړو".

د ازادي مارچ ګډونوال.
د ازادي مارچ ګډونوال.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم په ازادي مارچ کې ګډون کړی او پخپله وینا کې یې وویل، چې "له بده مرغه د پاکستان په دوه اویا کالو کې شفاف او له درغلۍ پاک انتخابات ونه شول":

بلاول بوټو وویل، د 2008م او 2013م کلونو په انتخاباتو کې پوځ پر انتخاباتي مرکزونو نه وو ګومارل شوی، خو د 2018م کال په انتخاباتو کې یواځې د عمران خان د راوستلو لپاره پوځ پر انتخاباتي مرکزونو وګومارل شو، چې وایي په داسې کارونو سره ادارې تر شک لاندې راځي.

سره له دې چې د رهبر کمېټۍ په مشرۍ اپوزیشن ګوندونو له حکومت سره د مذاکراتو په نتیجه کې تړون لاسلیک کړی چې د اسلام اباد حساسې سیمې ته به نه ننوځي، خو مولانا فضل الرحمن وویل، تر اوسه پورې له صبره کار اخلي خو وایي که یې غوښتنې ونه منل شوې نو پر مخ به لاړ شي.

د 2018م کال د جولای د 25مې نېټې انتخاباتو ته په اشارې سره مولانا فضل الرحمن وویل، هغه له درغلۍ ډک انتخابات وو چې وایي نه یې د نتایجو منلو ته تیار یو او نه د هغه په بنیاد راوستل شوی [سلیکټیډ] حکومت منو.

د پاکستان لوېدلي اقتصادي حالت ته په اشارې سره مولانا فضل الرحمن وویل، د پاکستان خلک نور دې حکومت ته انتظار نه شي کولای، وایي د پاکستان ګورباچوپ [عمران خان] نور باید د خپلې ناکامۍ اعتراف وکړي او پخپله له حکومته لاس واخلي.

مولانا فضل الرحمن وویل "موږ ته وویل شول چې د کشمیر د حالاتو له کبله جلسه مه کوئ خو بلې خواته له هند سره د دوستۍ زیاتولو په خاطر د کرتارپور راهداري پرانیستل کېږي".

د جمعیت علمای اسلام ګوند د انصارالاسلام تنظیم غړي په ازادي مارچ کې.
د جمعیت علمای اسلام ګوند د انصارالاسلام تنظیم غړي په ازادي مارچ کې.

د مسلم لیګ ن ګوند مشر شهباز شریف ازادي مارچ ګډونوالو ته په وینا کې د چا نوم وا نه خیست، خو تور یې پورې کړ، چې واکمنو ډلو د عمران خان بېساری ملاتړ کړی دی. شهباز شریف وایي که واکمنو ډلو د متحده اپوزیشن 10 فیصده ملاتړ کړی وای نن به هېواد ډېر پرمختګ کړی وای.

"که عمران خان نور هم په واک کې پاته شو نو ټول به ارمان کوي، تر څو چې هغه د دې هېواد ولس نه پرېږدي تر هغه وخته به موږ عمران خان نه پرېږدو".

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر له ولس سره د حکومت کړو ژمنو ته په اشارې سره وویل "خلکو ته یې د یو کروړ نوکریو د ورکولو دعوه کړې وه خو له 20 تر 25 لکه ځوانان بې روزګاره شوي دي". فضل الرحمن وایي، حکومت ویل چې له بهره به خلک نوکریو ته راځي، خو وایي تش دوه کسان: د سټېټ بېنک ګورنر او د خزانې وزیر د ای ایم ایف په خوښه راوستل شول.

مولانا فضل الرحمن د حکومت او عمران خان د دې نیوکې په ځواب کې چې ګواکې جمعیت علمای اسلام په ازادي مارچ کې له مذهبه کار اخلي، وویل: "پاکستان او اسلام سره بېلېدای نه شي، آیین ماته اجازه راکوي چې د مذهب کارډ استعمال کړم".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG