لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د مولانا فضل الرحمان نه سپيناوی غوښتی، مولانا وايي پوځ دې ځان د سياست نه لرې وساتي


د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د ازادي مارچ زرګونو ګډونوالو ته په وینا کې د کومې ادارې د نوم اخيستو پرته ويلي، له ادارو سره تضاد يا ټکر نه غواړي خو ويلي يې دي ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.

مولانا ويلي "دوی ادارې بې طرفه ليدل غواړي او که ادارې د ناجايزه واکمنو په شا ودريږي نو دوه ورځې وخت دی ورسره، بيا دې دوی ونه درول شي د ادارو په اړوند دوی خپله رایې لري".

نوموړي د وزیراعظم عمران خان نه په دوه ورځو کې استعفی غوښتې ده.

د فضل الرحمان د دغه وېنا په اړوند د پاکستان په شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) باندې د پوځ د وياند مېجر جنرل اصف غفور نه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي،

"اول خبره دا ده او د هغه (مولانا) نه دا پوښتنه ده چې هغه د کومې ادارې خبره کوي، او که هغه د پوځ خبره کوي نو پوځ بې طرفه اداره ده مونږ د ائين او قانون په عملدارۍ یقين ساتو او زمونږ ملاتړ په جمهوري توګه د يو منتخب حکومت سره دی د يو ګوند سره دی".

هغه وويل "که مولانا ته په انتخاباتو کې د روڼتيا شکايت وي او پوځ پکې هسې راکاږي نو اوله خبره دا ده چې پوځ په انتخاباتو کې خپله ائيني او قانوني زمه واري پوره کړې ده خو که هغه بيا هم اعتراض لري نو اړونده ادارو پله دې لاړ شي، نه چې په سړکونو په ادارو تورونه ولګوي".

مولانا فضل الرحمان چې د جمعې په ماښام د ازادی مارچ ګډون والو ته وېنا کوله د مخالفه ګوندونو مشران د هغه سره په کنټېنر ولاړ وو.

مولانا فضل الرحمان د شپې په مهال د مخالفه ګوندونو د مشرانو سره د ليدو وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې د پوځي وياند بيان ته په غبرګون کې وويل،

"د پوځ وياند چې کوم بيان ورکړی دی دا بيان کوم سياستوال له ورکول پکار ؤ او پوځي وياند چې څنګه ويلي پوځ دې بې طرفه اداره وي خو پوځي ویاند د دغه بيان د لارې د پوځي ادارې يو طرفته بوتلو هڅه کړې ده او دوی ګڼي چې داسې کول نه دي پکار".

مولانا وویل، دوی غواړي چې ادارې دې بې طرفه وي.

"زما نه پوښتنه شوې چې د ادارې نه يې څه مطلب دی؟". په ځواب کې هغه وويل،

"پوځي وياند په خپله دا خبره کړې ده چې د مولانا فضل الرحمان د ادارې نه مطلب څه دی. پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي او که په تېر وخت کې پوځ کومه غلطي کړي وي نو بيا هم دوی د ادارو سره ټکر نه غواړي بيا پوځي وياند ولې اداره د اولس سره په ټکر کوي".

د مولانا فضل الرحمان د مطبوعاتو سره د خبرو په مهال هم د مخالفه ګوندونو مشران د هغه څنګ په څنګ ولاړ وو.

هغه وويل په دغه ډول بيانونو د دوی ارادې او تحريک نه بدليږي، سبا (نن د خالي) په ورځ د رهبر کمېټۍ غونډه کيږي او د راتلونکې تګلاره به وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG