لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارواښاد اجمل خټک ذهني ناروغه زوئ خپله خور وژلې،مور یې ژوبل کړې ده


پولیس وایي دپښتو د انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک زوئ میرویس خان ذهني ناروغتیا لرله اؤ خور یې درشهوار دخاوند له کوره دهغه پوښتنې له ورغلې وه چې دغلته پرې میرویس خان وژونکی برید کړی دی.

داکوړي تاڼې د پولیسو دتاڼې محرر وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي دغه پېښه د جمعې په ماسپښېن د نوښار په اکوړي سیمه کې مخې ته راغلې ده چې پکې د اروښاد اجمل خټک کونډه اؤ پخپله مقتول میرویس هم ژوبل شوي دي.

د اجمل خټک د وژل شوې لور درشهوار میړه جمیل خټک پولیسو ته ویلي چې دهغه میرمن درشههوار ۵۵ یا ۶۰ کاله عمر یې درولود،خپل ورور میرویس په تشدد وژلې ده.

هغه ویلي میرویس خان ذهني ناروغتیا لرله اؤ د ددې وژنې تر شا هیڅ قسمه کینه یا کرکه نشته.

پولیسو دمیرویس په ضد دخپلې خور د وژنې مقدمه درج کړې اؤ وایي چې په دغه پېښه کې پخپله میرویس هم ژوبل دی .

خو پولیس وایي چې میرویس خان د خلاصي په وخت چرته دخپل لاس په چاړه یا چاقو لګیدلی اؤ چا پرې ډزې نه دي کړي نه یې قصداً ژوبل کړی دی.

دپولیسو سرچینو ډيوه ته دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د اجمل خټک مرحوم کونډه هم ژوبل شوې ده خو پولیسو سره په درج شوي ایف ایي ار کې د هغې د ژوبلیدو هیڅ ذکر نه دی شامل.

اجمل خټک دپښتو یو انقلابي شاعر اؤ ملت پاله سیاستمدار ؤ اؤ ددې ترڅنګ دپاکستان د سینیټ غړی اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي صدر هم پاتې شوی ؤ.

د ارواښاد اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او دادب، صحافت، سياست او تعليم په ميدان کې د هغه په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ اجمل خټک سره دمئين توب ترحده مينه لري.

اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان د خیبر نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولې وې اؤ په اوومه فرورۍ کال ٢٠١٠ کې وفات شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG