لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: که عمران خان استعفی ور نه کړه په دوه ورځو کې سختې فېصلې کوو


واشنګټن ــــ په اسلام اباد کې د تحريک انصاف د حکومت په ضد د جميعت علماء اسلام په مشرۍ کې د مخالفه سياسي ګوندونو لخوا احتجاجي مظاهری بيګا هم روانې وې، تېره شپه د احتجاجي لاريون مشر مولانا فضل الرحمان خپلو پلويانو ته د وېنا په و خت ويلي که وزيراعظم عمران استعفی ور نه کړه نو په راتلونکو دوه ورځو کې به سختې فېصلې کوي.
نوموړي ويلي د دوي تاريخ د تحريکونو ډک دی او سبا يا بل سبا به فېصله کوي او ګوري به چې احتجاج هم په دغه ځآېې کې جاري اوساتي او که بل موثره ځاېې ته يې اوغزوي.

د نوموړي اشاره د پايه تخت اسلام اباد حساسې سيمې ډي چوک پلو وه،

هرڅه که ميډيايې رپوټونه وايې په اسلام آباد کې د حکومت په ضد په ګڼ شمېر کې مظاهره چيان راجمه شوي خو د پنجاب ګورنر عثمان بزدار ويلي داسې ښکاري چې دغه يو سمندري طوفان نه بلکه د چايو په پيالۍ کې طوفان ويي.

نوموړي ويلي په تېرو انتخاباتو کې چې دده په وېنا اولس کوم کرپټ خلک رد کړي هغه په اسلام اباد کې د حکومت په ضد د خپلو شخصي ګټو په خاطر راټول شوي خو وایي د پاکستان اولس د عمران خان سره ولاړ دی

د مولانا دغې ګواښونو ته په ځواب کې د پاکستان د دفاع مرکزي وزير پرېز خټک ويلي که مظاهره چيان د ټاکل شوي ځاېې نه بهر شول او څه زيان يې اوکړه او يا دوي ته نقصان اورسېده نو ذمه واري به يې په جميعت علماء اسلام ډلې په مشرانو وي چا چې د حکومت سره په دې اړه په يوه ليکلې لوظنامه دستخطونه کړي. دغې ته په ځواب کې مولان فضل رحمان وايي:

په داسې بيانونو نه زمونږه ارادې بدلېدلی شي او نه زمونږه تحريک بدلولی شي.

مولانا فضل رحمان ويلي دوي نه غواړي چې حالات خراب شي او زياته يې کړه په نهمه مياشتو کې د حکومت په ضد 15 ميلينه مظاهره چيان په اسلام اباد کې راټولېدل د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې دوي څومره پرامنه دي او قانون خيال ساتي.

خو د دفاع وزير پروېز خټک د خبري کانفرنس په وخت ويلي په دغه احتجاجي مظاهرو کې د کالعدم تنظيمونو جنډې اوچتې کړې شوې وې چې ورسره په ټول هېواد کې په خلکو کې مايوسي خوره شوې ده، نوموړي ويلي د دغې ډلو په ضد د حکومت لخوا عمليات به يو فطري عمل وي.

مولانا فضل رحمان په وزيراعظم غږ کړی د دوي زغم دې نه ازمايې او د خپلې څوکۍ دې په وخت استعفی ورکړي.

خو د مولانا فضل رحمان دغو ګواښونو ته پخپل غبرګون کې د دفاع وزير پروېز خټک ويلي، څوک دې د وزيراعظم عمران خان د استعفی سوچ هم نه کوي.

نوموړي ويلي حکومتي کمېټۍ د عمران خان د استعفی په اړوند هېڅ خبرې نه دي کړي.
پروېز خټک ويلي د دې خبرې امکان شته چې حکومت د مولانا فضل رحمان په ضد عدالت ته هم تلی شي چې په مولانا د حکومت په ضد د کرکې او اولسي پارونې مقدمه جوړه کړي.

مولانا فضل رحمان ويلي په هېواد کې ګراني دومره زياته شوې چې غريب اولس خپلو بچو له ډوډۍ نه شي اخستلې.

نوموړي د عمران خان په حکومت نېوکې کړي چې د دده په حکومت کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه ډېره غورځېدلې ، او وايې د ده د حکومت نه وړاندې به يو ډالر په 105 روپۍ خرڅېده،اوس 160 روپو ته ختلی دی.

مولانا فضل رحمان ويلي دوي به تر هغې په احتجاجونو ناست وي تر څو يې د عمران خان د حکومت تخته نه وي نسکوره کړې ؛
په اسلام اباد کې د حکومت په ضد په احتجاجي مظاهرو کې د مولانا فضل رحمان سره د پاکستان لويي ګوندونه مسلم ليګ او پيپلز پارټي هم ولاړ دي خو د مسلم ليګ مشرانو ويلي د دوي ګوند به د مولانا سره په مظاهرو کې ملاتړ کوي خو په دهرنه کې به ورسره نه کښېني.

هرڅه که د حکومت په ضد په پايه تخت اسلام اباد کې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د مخالفه سياسي ګوندونو لخوا درنې مظاهرې روانې دي خو څيړونکي وايې تر څو چې د پاکستان پوځ د حکومت په ضد په حرکت کې نه وي راغلی سياسي ګوندونو لپاره به ګرانه وي چې د عمران خان حکومت واړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG