لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټي ۲۰ وړومبۍ سیالۍ کې پاکستان اسټریلیا ته د۱۰۸ؤ منډو هدف ورکړو


داسټریلیا اؤ پاکستان ترمنځ دټي ۲۰ کرکټ وړومبۍ سیالي دباران له امله دشلو پځائ ۱۵ؤ اوورونو ته راکمه کړل شوې اؤ په دغه سیالۍ کې پاکستان داسټریلیا لوبډلې ته د۱۰۸ؤ منډو هدف ورکړی دی.

په سډني کې ددغه سیالۍ پچه یا ټاس اسټریلیا ګټلی اؤ وړومبی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

دپاکستان لوبډله چې کله توپ وهنې ته راووتله نو په وړومبي سر کې دکپتان بابر اعظم په ګډون په ۱۲ؤ اوورونو کې دپاکستان درې لوبغاړي وسوځېدل.

بابر اعظم اؤ فخر زمان دپاکستان له لوري په توپ وهنه پیل کړی ؤ خو د وړومبي اوور په دویم توپ فخرزمان پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدو.

دفخر زمان نه وروسته حارث سهیل لوبې ته را ووتلو خو هغه هم د څلورو منډو جوړولو وروسته په دویم اوور کې وسوځېدو.

د حارث سهیل نه وروسته محمد رضوان د کپتان بابر اعظم سره ملګرتیا ټينګه کړه اؤ دواړو په ګډه تر۶۰ؤ منډې جوړې کړې خو محمد رضوان د ایشټون اګار په توپ وسوځېدو.

د لوبې د ۱۲م اوور په مهال باران پیل شو اؤ لوبه تر څه وخته ودرول شوه چې تر دغه مهاله پاکستان د درېوؤ لوبغاړو په تاوان ۸۸منډې جوړې کړې وې.

دباران ودریدلو وروسته لوبه د۲۰ؤ پځائ ۱۵ؤ اوورنو ته راکمه کړل شوه اؤ دکپتان بابر اعظم د پنځوسیزې په ګډون دپاکستان لوبډلې اسټریلیا ته د۱۰۸ؤ منډو هدف اېښودی دی.

دپاکستان لوبډله کې فخرزمان،حارث سهیل،افتخاراحمد،عماد وسیم،محمدعامر،محمدعرفان،محمد رضوان ،شاداب خان اؤ وهاب ریاض شامل دي.

همدغه شان ډیوډ وارنر، اسٹیو اسمتھ، بین مکډرمیت، ایشټون ټرنر، ایلکس کیری، ایشټون اګار، پیټ کمنز، میچل اسټارک، کین رچرډسن اؤ ایډم زیمپا داسټریلیا د لوبډلې برخه ده

دپاکستان اؤ اسټریلیا ترمنځ دټي ۲۰ لړۍ کې به درې سیالۍ کیږي چې وړومبۍ لوبه یې نن روانه ده اؤ دویمه لوبه به په پنځم نومبر اؤ وروستۍ به په اتم نومبر کیږ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG