لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان:تاسو طالبانو ته اسلام اباد کې صدارتي پروټوکول ورکوئ،اؤ زمونږ جلسه کې یې په بیرغ پوښتنې راولاړوئ؟


Fazal ur Rehman Fazl Ur Rehman فضل الرحمن
Fazal ur Rehman Fazl Ur Rehman فضل الرحمن

اسلام اباد کې دحکومت په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو له لوري د روان ازادي مارچ مشر مولانا فضل الرحمان وایي هرکله چې طالبان د صدارتي پروټوکول سره پاکستان ته سفر کولی شي نو بیا په ازادي مارچ ته د بیرغ په راوړل کیدلو نیوکې هیڅ معنا نه لري.

تیره ورځ په پاکستاني میډيا اؤ‌ ټولنیزو رسنیو د اسلام اباد ازادي مارچ کې دافغانستان دطالبانو په بیرغ راوړل کیدلو کلکې پوښتنې راولاړې شوې اؤ دمولانا فضل الرحمان څخه غوښتل شوي وؤ چې هغه باید سپینه وکړي چې دطالبانو بیرغ دهغه جلسه کې څه کوي؟

دخالي په ماسخوتن جلسې ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان دپاکستان ریاست ته په اشارې کولو شک وښودلو چې “جلسې ته دطالبانو د بیرغ راوړل کیدلو شرارت هم کیدای شي تا پخپله کړی وي تر څو دجلسې په ضد پروپېګنډې دپاره څه مواد په لاس درشي”

دمولانا فضل الرحمان په وینا” دلته به چا دطالبانو جنډه خوځولي وي تاسو ترې لویه ستونزه جوړه کړه،خو طالبانو ته چې تاسو دهشت ګرد وایئ د صدارتي‌ پروټوکول(درناوي) سره دلته پاکستان کې حکومت دهغوئ هرکلی وکړو”

تیره میاشت دملا عبدالغني برادر اخند دقطر نه دطالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی ؤ چې دغلته یې په خارجه وزارت کې دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تود هرکلی کړی ؤ.

اسلام اباد کې طالبانو ته په ورکړل شوي پروټوکول افغان دولت هم سختې نیوکې کړې وې اؤ دپاکستان دا عمل یې دسفارتي اصولو په ضد بللی ؤ.

مولانا فضل الرحمان وایي “هم دې پروټوکول کې امریکې طالبانو سره مذاکرات کړي دي، ماسکو کې په هم دې پروټوکول سره طالبانو ته هرکلی ویل شوی اؤ مونږ ته تاسو وایي چې ستاسو جلسې ته کوم ماشوم دطالبانو بیرغ ولې راوړی دی؟”

دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان زیاته کړه” تاسو په کوم ځائ ولاړ یئ ؟نړۍ چرته ورسیدله اؤ تاسو څه کوئ؟ اؤ که چرې مونږ دا ووایو چې دا شرارت هم تاسو پخپله کړی دی ترڅو دجلسې په ضد پروپېګنډې دپاره څه شی په لاس درشي”

هغه دچا دنوم اخستو پرته دپاکستان استخباراتي شبکو ته په اشارې وویل” کله چې هیڅ هم نه وي نو تاسو پخپله ستونزې راولاړوئ اؤ مونږ خبر شوي یو چې تاسو ځېنې نورې ستونزې هم راولاړول غواړئ،انتظامیه غواړي چې دلته فساد پیدا کړي خو مونږ به هغوئ ته داسې موقعه په لاس نه ورکوؤ اؤ باید هغوئ هم له عقل کار واخلي”

دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ دپاکستان دمخالفو سیاسي ګوندونو په لکونو فعالین دتیرو څلورو ورځو راهسې پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ وزیراعظم عمران خان ته یې تر نن (اتوار) ورځې د استعفا مهلت ورکړی دی.

خو حکومت واضحه کړې ده چې وزیراعظم عمران خان به استعفا نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان دپاکستان په پوځ اؤ نورو ادارو هم غږ کړی چې هغوئ ریاستي ادارو سره په ټکر کې راتلل نه غواړي خو باید ادارې هم ځان دجانبدارۍ نه په ډډه وساتي.

دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي دپاکستان پوځ دکومې سیاسي پارټۍ نه بلکې دخلکو لخوا دټاکل شوي حکومت پشا ولاړ دی اؤ مولانا فضل الرحمان باید په سړکونو د تورونو لګولو پځائ خپلې ګیلې اړونده ادارو ته یوسي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG