لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې پروسه باید دافغانستان دحکومت او خلکو په مشرۍ ترسره شي،دچین اؤ افغانستان اتفاق


دافغان سولې په اړوند چین کې دجوړیدونکې بین الافغاني غونډې نه وړاندې دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ یي افغان ولسمشر اشرف غني ته په یو ټيلي فوني تماس کې ددغه غونډې په اړوند معلومات ورکړي دي.

د دوشنبې په ماښام نیول شوي دغه ټيلي فوني تماس کې افغانستان اؤ چین په دې خبره اتفاق کړی چې دافغانستان د سولې پروسه باید د افغانستان د حکومت او خلکو په محوریت ترسره شي او د دواړو هیوادونو اړیکې د دولت په دولت اړیکو پراساس ولاړې وي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د سولې پروسې او د دولت په دولت همکاریو په اړه خبرې کړي.

ټاکل شوې ده په نزدې راتلونکې کې په بیجنګ کې دافغان سولې په اړوند یوه بین الافغاني ناسته ترسره کیږي چې ورته په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر دمشرانو ترڅنګ دافغان دولت استازي اؤ افغان سیاسي مشران هم بلل شوي دي.

دیکشنبې په ورځ دافغانستان د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي ویلي وؤ چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي نوملړ تیار کړل شوی چې په مناسب وخت کې به اعلان کړل شي خو هغه نه ده واضحه کړې چې په افغان پلاوي کې به دافغان دولت استازیتوب څوک کوي.

طالبانو دتیر کال راهسې په قطر کې امریکا سره دسولې خبرې پیل کړې وې چې دخبرو دغه لړۍ قابو دوه میاشتې وړاندې په کابل کې دیوې چاودنې وروسته دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا ودرول شوې ده خو طالبان تر دې مهاله پرله پسې افغان دولت سره دنیغ په نیغه مذاکراتو نه انکار کوي.

په چین کې دافغان سولې په اړوند جوړیدونکې غونډې سره امریکا هم خپل ملاتړ څرګند کړی اؤ له دې غونډې مخکې تیره اوونۍ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي وؤ.

ولسمشر اشرف غني څو،څو واره په طالبانو ټینګار کړی چې هغوئ دسولې خبرې باید افغان دولت سره وکړي خو طالبان دریځ لري چې ترڅو یې دنړیوالو شاهدانو په منځګړتوب امریکا سره دسولې تړون نه وي کړی افغان دولت سره خبرې یا اوربند نه کوي.

دطالبانو سرچینې وایي دچین په غونډه کې به هم افغان دولت یوازې دیو اړخ په توګه موجود وي خو دغه خبرې به یوازې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ نه وي بلکې دافغانانو ترمنځ به وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG