لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دطالبانو اؤ حقاني ډلې خوندي ځالې تر اوسه له مینځه نه دي وړي،دامریکا راپور


دامریکا دبهرنیو چارو محکمې پخپل کلیز راپور کې ویلي دپاکستان حکومت که هرڅو طالبانو سره په مذاکراتو کې کومک کوي خو اسلام اباد دطالبانو اؤ حقاني نیټ ورک د وسله والو خوندي ځالي تر اوسه له مینځه نه دي وړي چې دا اندېښنې خبره ده.

په دغه راپور کې ویلي شوي چې دپاکستان حکومت دتندروه ډلو لشکر طیبه اؤ جیش محمد دپنګو ترلاسه کولو اؤ خپلو لیکو ته د نوؤ جنګیالو دننویستلو په مخنیوي کې ناکام شوی دی اؤ ددې ترڅنګ دغو تندروه ډلو تیرکال پاکستان کې په ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې برخه هم اخستې ده.

امریکې پخپل دې راپور کې ویلي چې دتیرو وختونو په پرتله پاکستان کې ترهګریز بریدونه کم شوي خو بیا هم دپاکستاني طالبانو تحریک ،جماعت الاحرار،داعش اؤ لشکر جهنګوي په دغه هیواد کې ترهګریز بریدونه کوي.

د راپور له مخې دپاکستان دپولو څخه بهر په بریدونو کې ککړ افغان طالبان،حقاني نیټ‌ ورک،لشکر طیبه اؤ د جیش محمد په څېر ډلې اوس هم پاکستان کې فعاله دي اؤ دعامو خلکو ترڅنګ مکتبونه،دولتي اؤ مذهبي ودانۍ په ځانمرګو اؤ د وسلو په نورو بریدونو کې په نخښه کوي.

په دغه راپور کې دهاغو بریدونو فهرست هم شامل دی چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې شوي دي.

راپور کې دترهګرو د مالي کومک په اړوند ویل شوي چې پاکستان د فنانشل ایکشن ټاسک فورس په ایشیا پیسیفک ډله کې شامل دی اؤ دترهګرو ډلو دمالي سرچینو اوچولو دپاره ورته ګامونه اخستل ورپغاړه دي.

د راپور له مخې پاکستان دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې دترهګرو مالي مرسته جرم ګرځولی خو ولې دغه هیواد کې په دې قانون په بشپړه توګه عمل نه کیږي.

دبهرنیو چارو دمحکمې په دې راپور کې ویل شوي چې پاکستان کې اوس هم په ځېنو مدرسو کې دتندلاریتوب زده کړې ورکول کیږي،په مدرسو څارنه د نیشنل ایکشن پلان تګلاره ده اؤ حکومت دې لړ کې هڅې هم کوي خو یو شیمر دیني مدرسې حکومت سره له راجسټر کیدو ډډه کوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو محکمې دامریکې په دې راپور دمایوسۍ څرګندونه کړې اؤ دا یې له حقیتقتونو لرې ګرځولی دی.

پخپل یو بیان کې دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دامریکا دبهرنیو چارو د محکمې په راپور کې د تیرو دوؤ لسیزو راهسې دپاکستان لخوا ورکړل شوې بې کچه قربانۍ اؤ اخستل شوي ګامونه له پامه غورځول شوي دي.

پاکستان ویلي دترهګرۍ په ضد یې کوټلي ګامونه اخستي اؤ‌ دهمددې ګامونو له امله سیمې څخه د القاعده نوغی ویستل ممکن شوي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان دنیشنل ایکشن پلان په اساس د ترهګرۍ په ضد کوټلو ګامونو اخستو ته ژمن دی اؤ دخپلو نړیوالو ذمه واریو په اساس یې دترهګرۍ په ضد زړه پورې قانوني اؤ انتظامي ګامونه اخستي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG