لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: پروفیسر اسماعیل دې زر خوشی او ورباندې لګېدلي تورونه دې ختم شي


واشنګټن ـــــ د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په لېږلي لیک کې د ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر محمد اسماعیل د ژوند او خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د زر تر زره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل د نومبر پر 6مه شاه محمود قرېشي په نوم خط کې لیکلي، چې پروفیسر اسماعیل باید د خپل سیاسي نظر د څرګندولو او د خپلې لور د دفاع په تور د سایبر جرمونو د قانون په بنیاد سزا نه شي.

ایمنیسټي په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د تحریک انصاف حکومت دې په پروفیسر اسماعیل لګېدلي تورونه بیرته واخلي او بې له کوم شرطه دې هغه خوشی کړي.

د بشري حقونو د ژغورنې دې نړیوالې ادارې له پاکستاني چارواکو دا غوښتنه هم کړې چې د پروفیسر اسماعیل او د هغه د کورنۍ د ځورولو لړۍ دې نوره پای ته ورسېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي چې پر پروفیسر اسماعیل "د کرکجنو ویناوو" او "سایبر ترهګرۍ" په تور مقدمه درج شوې او اندېښنه یې څرګنده کړې که هغه سزا شي نو اووله کاله به په بند کې تېروي چې وایي دا به د دې 64 کلن پروفیسر ژوند د هغه د ناروغۍ له کبله نور په خطر کې واچوي.

د پروفیسر اسماعیل د ضمانت درخواست د نومبر پر 4مه په پېښور کې د سایبر جرمونو ځانګړي عدالت رد کړ. د نوموړي وکیل شهاب خټک ایډوکیټ وي او اې ډیوه ته وویل، وفاقي تحقیقاتي ادارې یا ایف ای اې د ځینو شخصي کسانو په شکایت د پروفیسر په ضد مقدمه درج کړې ده:

"چې څومره اورېدنې هم شوې دي دغه کسان عدالت ته نه دي حاضر شوي، اوس به موږ هایکورټ ته د ضمانت درخواست ورکوو. زموږ دریځ به دا وي چې څنګه د شخصي کسانو په شکایت ایف ای اې د چا خلاف مقدمه جوړولای شي، خصوصاً د هغو کسانو په ضد چې د بشري حقونو لپاره کار کوي".

شهاب خټک وایي په ایف ای آر کې چې پر پروفیسر اسماعیل کومې دفعې لګېدلې دي هغه ټولې په درغو دي او دا د بشري حقونو د ږغونو د خاموشه کولو یوه هڅه ده. وکیل خټک وایي په ایف ای آر کې د پروفیسر اسماعیل په ضد د شکایت کوونکو نومونه او پتې هم درج نه دي چې آیا هغوی څوک دي:

"په دې مقدمه کې د پریوینشن آف الیکټرانک کرایم ایکټ [الیکټرانک جرمونو د مخنیوي د قانون] د 10مې او 11مې مادې له مخې پر هغه تورونه لګېدلې، خو دغه مادې د دوی له تورونو سره مرسته نه کوي".

پروفیسر اسماعیل د اکتوبر پر 24مه د پېښور هایکورټ مخته په داسې وخت کې ناڅرګندو کسانو په مرموز ډول له ځانه سره یووړ چې هغه په یوه بله مقدمه کې د اورېدنې لپاره عدالت ته ورغلی وو او په بله ورځ یې عدالت ته وړاندې کړ او عدالت د 14 ورځو لپاره د پېښور جېل ته واستاوه.

د پروفیسر اسماعیل د جبري تښتونې او پر هغه د مقدمې په ضد د امریکې د بهرنیو چارو وزارت، ځینو امریکایي سنېټرانو، د پاکستان د بشري حقونو سازمان او ځینو پاکستاني سیاستوال مخکې لا د خفګان څرګندونه کړې او دا یې په دې هېواد کې د جمهوریت او د نظر د ازادۍ لپاره یو تاواني عمل ګڼلی دی.

د پاکستان حکومت او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر 25مه دا منلې وه چې پر هغه د سایبر جرمونو د قانون په بنیاد مقدمه درج شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG