لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بریګېډئر(ر)اعجازشاه:له پوځ پرته دټولټاکنو غوښتنه د وزیراعظم داستعفا نه زیاته خطرناکه ده


دپاکستان د کورنیو چارو وزیر بریګیډئیر ریټائرډ اعجاز شاه وایي دمخالفو ګوندونو لخوا اسلام اباد کې د روان احتجاجي مارچ په مهال د وزیراعظم عمران خان داستعفا اؤ سر دوباره ټولټاکنو دغوښتنو څخه دپوځ پرته دټولټاکنو غوښتنه زیاته خطرناکه ده.

دیو پاکستاني شخصي ټيلي ویژن سماء سره مرکه کې دکورنیو چارو وزیر اعجاز شاه ویلي دمولانا فضل الرحمان د وزیراعظم د استعفا اؤ سر دوباره ټولټاکنو غوښتنې هم څه جواز نه لري خو دا چې وایي ټولټاکنو کې دې دپوځ کردار نه وي ، دا غوښتنه یې بیا زیاته خطرناکه ده.

پلازمینه اسلام اباد کې د۳۱م اکتوبر نه دجمعیت علماء اسلام (ف)دمشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دیو شمیر اپوزیشن ګوندونو په زرګونو فعالینو په احتجاج لاس پورې کړی اؤ دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران غوښتنه کوي چې وزیراعظم دې دخپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړي، ټولټاکنې دې سر دوباره وکړل شي اؤ ټاکنو دې دپوځ کردار ختم کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزئ څو ورځې وړاندې دغه سترې احتجاجي جلسې ته پخپله وینا کې ویلي وؤ “زه ایي ایس ایي اؤ ایم ایي ته ځولۍ غوړوم چې تاسو خپل کار وکړئ،مونږ خپل کار ته پرېږدئ”

محمود خان اڅکزئ ویلي وؤ که مو وسله پکار وي مونږ به وسله درکړو،کارتوس به درکړو اؤ ددې ترڅنګ یې د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو هغه مشهور قول تکرار کړی ؤ چې” قام به ګیاه وخوري خو دپوځ دفاعي اړتیاوې به پوره کړي”

دمحمود خان ترڅنګ مولانا فضل الرحمان،بلاول بوټو زرداري،اسفندیار ولي خان،افتاب احمد خان شيرپاؤ اؤ نورو سیاسي مشرانو هم ټولټاکنو کې دپوځ په کردار نیوکې کړي دي.

خو دچهارشنبې په ماسخوتن دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور سپیناوی کړی چې پوځ ټولټاکنو کې هیڅ کردار نه ادا کوي بلکې دحکومت په غوښتنه یوازې دامنیت ساتلو دپاره رابلل کیږي.

دکورنیو چارو وزیر چې پخپله هم تیرو وختونو کې دپاکستان دپوځ یو لوړ رتبه افسر پاتې شوی، وویل” تر اوسه خو به مونږ همدا ویل چې له پوځ پرته روڼ انده اؤ بې پلوه ټولټاکنې نه شي کیدای خو اوس په وړومبي ځل دا غوښتنه کوؤ چې ټولټاکنې له پوځ پرته پکار دي”

دکورنیو چارو وزیر وویل اسلام اباد کې د روان احتجاج له امله دهیواد زیان کیږي ځکه چې اوس څوک په کشمیر خبره نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG