لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښايي پاکستان راتلونکی کال هم د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې پاتې شي


د پاکستان د اقتصادي چارو مرکزي وزير ويلي پاکستان د خطر د پروفايل په برخه کې د نورو ملکونو نه د زياتو چېلنجونو سره مخ دی.

ځکه ويل کيږي چې ښايي پاکستان په کال ۲۰۲۰ کې هم د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو او د څار نړیوالې ادارې فاېننشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) په خړ نوملړ کې پاتې شي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه لوړ پوړو چارواکو پارليماني کميټۍ ته ويلي چې د نړیوالې ورورولۍ د مالوماتو ورکولو د تړون لاندې پاکستان په لس کهربه او ۱۵ اربه روپو په بهرنيو شتمنيو باندې د محصولاتو په برخه کې يواځې پينځه اربه ۶۰ کروړه روپۍ ترلاسه کړي دي.

د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو او د څار نړیوالې ادارې فاېننشل اېکشن ټاسک فورس پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د غېر قانوني پېسو د لیږد په اړه یې پلان په ګړندۍ توګه عملي نه کړي نو د فرورۍ د میاشتې په غونډه کې به يې په اړوند ګام پورته کوي.

اېف ای ټي اېف د اکتوبر په مياشت کې په پېرس کې غونډه کړې او په خپل رپوټ کې يې ويلي ؤ،

" اېف ای ټي اېف د پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۰م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان په ګړندۍ توګه مکمل کړي." ادارې ويلي ؤ :"که نه ، د راتلونکي غونډې پورې په دغه پلان باندې د پام وړ او دوامداره پرمختګ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي."

د دې ترڅنګ اېف ای ټي اېف په اسلام اباد غږ کړی ؤ چې د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غېر قانونه پیسو د لېږدولو د مخنیوي لپاره دې نور ګامونه هم پورته کړي.

دارې په دې خبره هم سخته اندېښنه ښودلې وه چې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غېرقانوني پېسو د لېږلو رالیږلو د مخنیوي لپاره په کوټلو ګامونه اخستو کې پاتې راغلی دی.

د اقتصادي چارو مرکزي وزير حماد اظهرد قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ ته ويلي، ځینې ملکونو د اېف ای ټي اېف په کاري پلان ۸۰ فيصده عمل کړی او هغوی بيا د خړ نوملړ څخه لرې کړی شوي دي خو په پاکستان زور راوړل کيږي چې ۱۰۰ فيصده عمل پرې وکړي.

اېف ای ټي اېف تېره مياشت ویلي ؤ که څه هم پاکستان د مني لانډرنګ او ترهګرۍ لپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په لړ کې ځېني ګامونه پورته کړي خو زیاته کړې يې وه چې " پاکستان باید د خپل سټراټیژیک نیمګرتیاو د لارې کولو لپاره د خپل عمل پلان باندې کار وکړي ".

مرکزي وزیر ويلي پاکستان د اېف ای ټي اېف د اهدافو ترلاسه کولو دپاره په وخت ګامونه پورته کړي د کاري پلان په ۲۷ توکيو کې يې په ۲۲ جزوي عمل کړی او په پينځه نورو ورته عمل کول پاتې دي.

پاکستان به خپل راتلونکی رپوټ د اېف ای ټي اېف د اسيا څانګې ته په اووم دسمبر جمع کوي او ځواب به ورته په ۱۷ دسمبر ويلی شي او پاکستان به پرې خپل غبرګون په جنورۍ ۲۰۲۰ کې ورکوي.

پاکستان د خړ نوملړ څخه د وتلو هيله لري خو د اسيا څانګې د کاري پلان د ۴۰ نورو توکيو سره مخامخ دی او د هغې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۰ د اکتوبر پورې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG