لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د ایس پي طاهر داوړ نزدې خپلوان نامعلومو وسله والو وژلی


امنیتي سرچینې وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو تیره موده کې د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ یو نزدې خپلوان منصور خدي په ډزو وژلی اؤ ټښتیدلي دي.

دجمعې په ورځ پاکستاني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو باندې خبر خپور شوی چې د ایس پي طاهر داوړ په اوښي منصور خدي باندې ډزې تیره ورځ د میرعلي دخدي کلي په بازار کې شوي دي.

پاکستاني میډیا منصور خدي د طاهر داوړ، اوښی، وراره اؤ خوریی یاد کړی خو د طاهر داوړ ځوئ امجد داوړ وائس اف امریکه سره خبرو کې دا دعوې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې” وژل شوی منصور خدي زمونږ په رشته کې د ترور ځوئ کیږي خو د طاهر داوړ اوښی ،وراره یا خوریی نه دی”

هغه وویل دغه پېښه دجمعې په شپه رامنځته شوې اؤ برید کوونکي دسیمې څخه تښتېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي منصور خدي دهیڅا سره شخصي دښمني نه لرله.

تر اوسه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې

دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی پښتون پولیس افسر طاهر ډاوړ تير کال د اکتوبر په مياشت د اسلام آباد نه تښتول شوې و او وروسته یې مړی په افغانستان کې وموندل شو. خو دا لا نه ده په ډاگه چې طاهر داوړ چا او یا ولې وژلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG