لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو کمېشن وایي تر 8000 د زیاتو انتخابي مرکزونو ووټونه بیا شمېري


واشنګټن ــــ د افغانستان د انتخاباتو کمېشن ويلي په هېواد کې د اته زره نه زياتو انتخابي مرکزونو کې به د ووټونو بيا کتنه او شمېرنه کوي.

د انتخابي کمېشن ویاند ذبیح سادات د خالي يا شنبې په ورځ د نومبر ۹مه د وي او اې پښتو څانګې ته وویل، د افغانستان يو شمېر هغه ولایتونو ته، چې پکې به د رايو بيا کتنه او شمېرنه کېږي، د ټاکنو د کمېشن کار کوونکي روان شوي دي.

او ټاکل شوې ده چې په يو څو ګنټو کې به هلته د رايو د کتلو او بيا شمېرلو په کار لاس پورې کړي.

ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د څه د پاسه اته زره انتخابي مرکزونو د رایو تفتیش او بیا شمېرلو کار ته هرډول تکنکي تيارۍ سر ته رسول شوي دي.

بلخوا د د صدر غني لوي سياسي حريف او صدارتي امېدوار عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' ټېم د ټاکنو د کمېشن د یادې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي چې دغه کمېشن له" قانون ماتولو" څخه لاس نه دی اخیستی.

یاد ټېم خپلو ټولو ولایتي نڅارونکو ته لار ښوونه کړې، چې ترڅو پورې دغه خبره په ډاګه شوي نه وي تر هغې پورې دې د بیا شمېرنې په بهیر کې ګډون ونه کړي.

د صدارتي امېدوار عبدالله عبدالله انتخابي ټيم د ټاکنود کمېشن د نوې پرېکړې په اړوند پخپله اعلامیه کې ويلي:"د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو ځل بیا ټينګار کوي چې مشکوکې رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې به بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه هله پېل کړي چې لومړی په درغلۍ او بايومېټرک کې لانجمنې راې په پوره ډول کره او بېلې کړي.

د افغانستان الېکشن کمېشن د خالي په ورځ ويلي د ډرمه لاګ کمپنۍ کمپوټري نظام په اچول شوو 1929333 رايو کې 1843107 رايې مرکزې دېټا بېس ته منتقل کړي خو د عبدالله عبدالله انتخابي ټيم د ډرمه لاګ کمپنۍ په شمېرو نيوکې کړي او ويلي په دغه رايو کې 137000 هغه ووټونه هم دي چې لانجمن ګرځول شوي وو،

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات وویل، چې"د ټاکنیزو ټکټونو زیات ناظرین،سيآسي ګوندونو او څار بنسټونو ناظرین" د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر ته حاضر شوي، چې دغه کمېسیون به خپل کار ته دوام ورکړي.

سادات زیاته کړه، که چیري د عبدالله عبدالله ناظرین دغه بهیر کې ګډون ونه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې صدارتي انتخابات د ستمبر په 28 مه نېټه شوي وو او د ټاکنو خپلواک کمېشن ويلي وو د نومبر په 14مه نېټه به د انتخاباتو نتېجې اعلانوي خو تېره ورځ دغې کمېشن بيا ويلي په 14م نومبر د ا نتخاباتو نتيجو اعلانول لا ممکن نه ښکاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG