لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:د درېوؤ قاضیانو وژنه کې ککړ مهم طالب کمانډر اؤ دهغه څلور ملګري هوایي عملیاتو کې وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي تیره اوونۍ په لوګر ولایت کې د وژل شوؤ درېوؤ قاضیانو په وژنه کې ککړ مهم طالب کمانډر اویس الدین دامنیتي ځواکونو په یو هوایي برید کې سره دنورو څلورو وسله والو وژل شوی دی.

داتوار په ورځ د دفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دطالبانو دغه مهم کمانډر د لوګر په محمداعې ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې وژل شوی خو طالبانو لا په دې اړوند څه نه دي ویلي.

درې ورځې وړاندې دپکتیا ولایت د استیناف محکمې درې قاضیان هغه وخت د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په باقي سیمه کې طالبانو دیوې مورچې په ترڅ کې وژلي وؤ چې هغوئ کابل ته روان وؤ.

د وژل شوؤ قاضیانو پیژندګلو د نور الله قرباني،زین الله حافظي‌اؤ محمد ایمل په نومونو شوې وه.

د افغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې دغه قاضیان طالبانو له موټره ښکته کړي اؤ ډزې یې پرې کړي دي.

برتانوي خبري شبکه بي بي سي دافغانستان دقضایي ادارو د شمیرې له مخې وایي چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۶۶ قاضیان د ورانکارۍ په پېښو کې وژل شوي اؤ‌‌ ټپيان شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG