لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله:د رائیو بیا شمیرنه داساسي قانون په ضد ده،پایلې به یې نه منم


دافغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید اؤ د افغان دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د رائیو دبیا شمیرلو بهیر داساسي قانون په ضد بللی اؤ ویلي یې دي هغه به د رائیو د سر دوباره شمیرې پایلې ونه مني.

دیکشنبې په ورځ د لویې جرګې تالار کې دخپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا په مهال هغه د رائیو د بیا شمیرنې دعمل غندنه وکړه اؤ وئ ویل” که 'د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ'له ناظرینو پرته د رایو شمېرلو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې سوله ایزو اقداماتو لاس پوري کړي.

هغه ویلي دکړکیچ پلوي نه دی خو که هیواد دکړکیچ خواته لاړ شي نو مسولیت به یې د دولت جوړونکې ټیم په غاړه وي.

دشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو کمېشن ويلي په هېواد کې د اتوؤ زرو نه زياتو انتخابي مرکزونو کې به د ووټونو بيا کتنه او شمېرنه کوي.

د افغانستان دټولټاکنو کمېشن د یکشنبې په ورځ ويلي د ډرمه لاګ کمپنۍ کمپوټري نظام په اچول شوو 1929333 رايو کې 1843107 رايې مرکزې دېټا بېس ته منتقل کړي خو د عبدالله عبدالله انتخابي ټيم د ډرمه لاګ کمپنۍ په شمېرو نيوکې کړي او ويلي یې دي په دغه رايو کې 137000 هغه دي چې لانجمنې ګرځول شوي وو،

ډاکټرعبدالله ویلي مونږ دټاکنو بهیر کې کړکیچ نه پیدا کوؤ بلکې غواړو چې د ټاکنو عمل د درغلیو څخه پاک وي.

د عبدالله په وینا “مونږ به تر اخره ولاړ یو اؤ د ټاکنو پائیلي به یوازې هغه مهال منو چې دافغانستان د خلکو د رایو په اساس اعلان شي”

تر دې وړاندې تیره میاشت دافغانستان دولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دعبدالله عبدالله په مشرۍ دثبات او همپالنې ډلې ادعا کړې وه چې افغان امنیتي ځواکونویوشمیرسرتیري اود دولت جوړونې دټیم چې مشر یې ولسمشراشرف غني دی د دې د ډلې یوشمیر کسان دانتخاباتو نتایجو یا ډیتاسنټر مهرلاک مات کړی دی.

خو دټاکنو خپلواک کمیسیون دافغانستان خلکوته ډاډ ورکړی ؤ چې د ټاکنو ټول نتایج خوندي او مهر اولاک یې پرځای دی.

په افغانستان کې صدارتي انتخابات د ستمبر په 28 مه نېټه شوي وو او د ټاکنو خپلواک کمېشن ويلي وو د نومبر په 14مه نېټه به د انتخاباتو نتېجې اعلانوي خو تېره ورځ دغې کمېشن بيا ويلي په 14م نومبر د ا نتخاباتو نتيجو اعلانول لا ممکن نه ښکاري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG