لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په کېلیفورنیا کې شپاړس کلن هلک دوه زده کوونکي وژلي او درې یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د امریکې په کېلیفورنیا ایالت کې په یوه سکول کې د یوه شپاړس کلن هلک په ډزو دوه زده کوونکي وژل شوي او د بریدګر په ګډون څلور ټپیان شوي دي، خو د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی.

دا پېښه د کېلیفورنیا ایالت د لاس انجلیس ښار شمال ختیځ لور ته د 48 کیلومیټرۍ په فاصله په سېنټا کلېریټا سیمه کې د پنجشنبې- زیارت په سهار په ساګس های سکول کې شوې ده.

پولیس وایي په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې بریدګر له خپلې بستۍ څخه توپنچه را باسي، په ناتاره ډزو پینځه تنه ولي او بیا د ځانوژنې هڅه کوي.

د پولیسو په وینا بریدګر یې په ټپي حالت کې نیولی چې وایي له نورو درو تنو ټپیان سره په روغتون کې بستر دی خو وایي حالت یې مرګونی دی.

اسوشیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ لیکي چې بریدګر یو ځیرک او پټخولی هلک وو چې د شطرنج لوبه به یې هم کوله او د هلکانو په سکاوټ ډله کې ډېر فعاله وو.

په پېښه کې وژل شوي دوه تنه یوه 16 کلنه نجلۍ او بل یو 14 کلن هلک دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG