لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دښځو اوماشومانو په ګډون دداعش ۲۲۹ جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول


دافغانستان ددفاع وزارت وايي د داعش ډلې ۲۲۹ کسیزه ډله تیرماښام د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د عملیاتو پرمهال سره له وسلو تسلیم شوي دي.

د افغانستان ددفاع د وزارت ویاند مرستیال زبیر عارف نن د جمعې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته وویل په تسلیم شویو کسانو کې د داعش ۸۲ تنه جنګیالي د دې ډلې اړوند ۵۱ ښځې ۹۶ تنه ماشومان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه داعش ډلې په لسګونه میله وسلې او یواندازه جنګي تجهیزات هم افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

عارف وویل"پخوا نه په اچین کې داعش ډلې ډیر فعالیت ترسره کولو خو اوس هلته د دې ډلې زور مات شوی او ډلې ډلې داعشیان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلمیږي"

هغه وویل بیګا هم دداعش ۲۲۹ کسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي ،په دې کې ۵۱ ښځې،۹۶ماشومان او ۸۲ تنه د داعش جګړه ماران دي"

دافغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه د داعش ډله له افغان امنیتي ځواکونو سره دمخامخ جګړې کولو وړتیا نه لري او د جګړې فشار پرې زیات شوی دی .

عارف وايي دامهال دتیرې یوې اوونۍ راهسې په ختیز ننګرهار کې افغان امنیتي ځواکونو ته د داعش ډلې اړوند دتسلیم شویو کسانو شمیر له ۴۵۰ نه اوښتی دی.

نوموړی وايي"دوئ اوس د دې توان نه لري چې دافغان پوځ په مقابل کې وجنګیږي ورځ تربلې دوی کمزروي کیږي او په ټوله کې دتسلیمدو لړۍ چې دیوې هفتې راهسې روانه ده تعداد یې له ۴۵۰ نه اوښتی دی "

د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفغانستان دفاع وزارت وايی اوس هم دننګرهار په اچین ،شیرزاد اوخوګیاڼو ولسوالیو او ددې ولایت په یوشمیر نورو ولسوالیو کې د داعش د وسله والو پرضد دافغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات دوام لري او ترهغې به جاري وي ترڅوچې په ختیز کې د داعش ډلې ګواښ له منځه وړل شوی نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG