لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسمشر ټرمپ د مواخذې پرانیستی بهیر به نن پر درېیمه ورځ هم روان وي


واشنګټن ــــ ټاکل شوې چې د ولسمشر ټرمپ د مواخذې د پرانیستې لړۍ پر درېیمه ورځ نن په یوکراین کې د امریکې پخوانۍ سفیره د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړاندې شي. ولسمشر ټرمپ د ده د مواخذه کېدو بهیر یو سیاسي انتقام بللی.

پرون په یوکراین کې د امریکې له ځایناستي سفیر ویلیم ټیلر او د بهرنیو چارو وزارت له یو افسر جورج کینټ څخه- چې په یوکراین کې د امریکې د پالیسیو مشري کوي- په دې برخه کې پوښتنې ګروېږنې وشوې.

له دغو درېواړو اعلی امریکایي چارواکو څخه مخکې د بندو دروازو تر شا هم د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام په اړه پوښتنې شوې وې، چې ګواکې هغه د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د پلټنو لپاره پر یوکراین فشار اچولی وو او له خپل واکه یې ناوړه ګټه اخیستې وه.

د ولسمشر ټرمپ د مواخذې دا پرانیستی بهیر د امریکې له کانګرس ماڼۍ په ژوندۍ بڼه پر ټیلیویژنونو خپرېږي. ډیموکرېټان وایي دا پرانیستی بهیر به خلکو ته موقع ورکړي چې د ګواهانو خبرې و ارزوي، خو د ریپبلکن ګوند غړي د ولسمشر ټرمپ له دا ډول مواخذې سره مخالف دي.

بل لور ته د ولسمشر ټرمپ د مواخذې په برخه کې د امریکې یوه عدالت د ټرمپ د شخصي وکیل روډي جولیاني په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د بلومبرګ ورځپاڼې د خبر له مخې عدالت د جولیاني په اړه پلټنه کوي چې آیا هغه واقعي د ولسمشر ټرمپ د شخصی وکیل په توګه په مالي درغلیو کې لاس لري که نه.

جولیاني- چې د نیویارک پخواني مېر یا ښاروال وو- د ټرمپ د مواخذې په برخه کې یو مهم کس ګڼل کېږي او د امریکې د اېوان غړي دا ګوري چې آیا هغه د یوکراین پر صدر د ولسمشر ټرمپ له خوا د فشار اچولو په کار کې څه رول لري که نه.

د امریکې دوو مهمو سفارتي چارواکو په لومړي ځل پر ولسمشر ټرمپ د لګېدلو تورونو په برخه کې ګواهي ورکړې چې وایي هغه په یوکراین کې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ واک خپل شخصي وکیل روډي جولیاني ته سپارلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG