لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته د ماتې ورکولو دپاره امریکا ته تر افغانستان پورې فشار دوامداره ساتل پکار دي، ووټل


د امريکې د پوځ د مرکزي کمانډ مخکني مشر جوزف ووټل ويلي چې هغه د ترهګرې ډلې داعش د بيا يو ځای کېدو او پياوړي کېدو په اړوند اندېښنه لري، که څه هم دا ډله په شام، عراق او که په افغانستان کې ده.

وایس اف امریکا سره په مرکه کې ووټل ویلي په سويلي اسيا کې داعش خراسان خطره ده او مخنيوی يې پکار دی.

"د دې ترهګرو ډلو دپاره يو کار نه دی چې وشي د دې دپاره به مونږ ټولو اتحاديانو له په ګډه فشار اچول غواړي که څه هم دا ډله په شام، عراق او افغانستان کې وي".

ووټل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشري کړې ويلي يې دي، داعش خراسان يوه خطره ده او دا ډله په دغه هېواد کې د غرييزو او هغو علاقو نه ګټې پورته کوي چرته چې حکومتي عملداري نشته، ځکه نړيوالې ورورولۍ ته پکار ده چې دې پله پاملرنه وکړي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم په دې خبره ټينګار کړی ؤ چې د داعش خطره اوس هم موجوده ده او پرضد يې ټولو له کار کول پکار دي.

جنرل ووټل روان کال د مارچ په مياشت کې د امريکې د مرکزي کمانډ د مشرۍ دنده پوره کړې او هغه په شام او عراق کې د داعش پرضد د پوځي عملياتو مشري کړې ده.

هغه ويلي امریکا بايد په منځني ختيځ کې پاتې شي او دا ځکه اړینه ده چې ترهګر بيا د امریکا په ګټو بريدونه ونه کړی شي.

هغه ویلي، "زه ګورم چې مونږ کردان پرېږدو لګيا يو او داسې کول په علاقه کې د بې ثباتۍ فضا جوړوي کومه چې وړاندې باثباته وه او دا زما دپاره د اندېښنې ده".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG