لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ۱۰ کرکټ سیالیو کې داځل دخلکو خوښي ولې ونه لیدل شوه؟


دجمعې د ورځې نه دمتحده عرب امارات دابوظهي په کرکټ لوبغالي کې د لنډې بڼې د کرکټ ټي‌۱۰ دسیالیو دریمه لړۍ پیل شوې خو څېړونکي وایي داځل په دې سیالیو کې د پاکستان د کرکټ‌ دلوبغاړو د نشتوالي له امله دې سیالیو دکرکټ دمینه والو پام ځان ته لکه دنور کله را ونه ګرځول شو.

دټي‌ ټين سیالیو یو استازی یا ایمبیسډر دا مني چې دا ځل دټي‌ ۱۰سیالۍ په میډيا هغسې نه ښکاري لکه څنګه چې پروسکال یا له هغې وړاندې پکې خلکو خوښي لرله.

د لسو اوونو دکرکټ په دې سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري چې پکې دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو دکرکټ وتلي لوبغاړي شامل دي خو پاکستان کرکټ بورډ خپلو موجوده اؤ پخوانیو لوبغاړو ته اجازه نه ده ورکړې چې ددغه سیالیو برخه جوړه شي.

سږکال ددې سیالیو په اړوند دهندوستان‌ په میډیا خو څه خبرونه ښودل شوي خو پاکستان کې میډیا په دې سیالیو زیاته توجو نه ورکړې اؤ حتی زیاتره دکرکټ مینه وال هم نه ددې سیالیو له پیل کیدو هډو خبر نه دي.

د ټي ټین سیالیو یو ایمبیسډر نه چې کله وائس اف امریکه ډیوه وپوښتل څه لامل دی چې دا ځل دا سیالۍ ډيرې سړې دي ؟ هغې دنوم نه ښودلو په شرط وویل” دلته په ابوظهي کې خو دا سوړوالی نه لیدل کیږي خو دا سمه ده چې پاکستان یا افغانستان کې سږکال په دې اړوند زیاته ګرمجوشي نه لیدل کیږي”

دغه ایمبیسډر ددې سیالیو دسوړوالي ګڼ علتونه ښایي وایي یو خو په تیرو دوؤ کلونو کې دټي‌ ټين سیالۍ دمتحده عرب امارات په شارجه اسټيډيم کې کیدلی اؤ دغه اسټيډیم ته تګ دهرچا دپاره ډير اسان ؤ،خو ابوظهي‌ اسټيډیم د نورو ایالتونو نه په واټن دی ځکه نو ډير خلک پکې خوښي نه لري.

هغه وویل نور کله به دپښتون په نوم لوبډله هم ددې سیالیو برخه وه اؤ‌‌ په شارجه کې به نیم اسټيډيم دپښتنو نه ډک ؤ ،داځل پښتون لوبډله هم ددې سیالیو نه بهر ده ، شاهد اپریدی اؤ‌ نور پښتانه پاکستاني لوبغاړي هم پکې نشته نو ځکه یې په سوشل میډیا یا پاکستاني رسنیو کوریج هغسې ونه شو څنګه چې نور کله کیدلو.

دپښتون لوبډله د ټي ټين دسیالیو یوه مهمه لوبډله ګڼل کیدله چې مشري یې شاهد اپریدي پغاړه لرله اؤ تیرکال دناردرن وارئیرز سره فائنل ته وتلې وه خو په ۲۲منډو یې دفائنل سیالي بائیللې وه.

سږکال پښتون لوبډله ددې سیالیو نه بهر پاتې شوې ده.

دخیبر پښتونخوا سره تړاؤ لرونکی د لوبو دبرخې خبریال ښاغلی عمران وایي ټي ټين دکرکټ یو غوره فارمیټ دی اؤ تیرکال یې چې دڅومره خلکو توجو ځانته راګرځولې وه داسې ښکاریده چې راتلونکې کې به دکرکټ مینه وال په دې لندو لوبو کې د ټي‌۲۰ په څېر خوښي واخلي.

هغه وویل سږکال دپاکستان کرکټ بورډ لخوا خپلو لوبغاړو ته ټي‌ ټين کې دلوبیدلو اجازت نه ورکولو سره دې سیالیو ته ډير زیات زیان رسیدلی دی اؤ دخلکو خوښي پکې ختمه شوې ده.

ښاغلی عمران وایي متحده عرب اماراتو کې په لویې شمیر پښتانه میشته دي اؤ دغه مسافر پښتانه دکرکټ نه زیات دخپلو شخصیاتو سره مینه کوي، چونکې تیر دوه کلونه ستر پښتانه شاعران، لیکوالان،فنکاران اؤ دژوند دبیلابیلو څانګو سره تړاؤ لرونکي پښتانه په شارجه اسټيډیم کې ناست لیدل کیدل اؤ سږکال پکې هغوئ نشته نو ځکه پکې دپښتنو خوښي هم کمه لیدل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG