لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میډيا ته په تېرویستونکو لارښونو پيمرا اسلام اباد هائیکورټ څخه بخښنه وغوښته


پاکستان کې دمیډيا د څار ددولتي ادارې پیمرا مشر محمد سلیم بیګ میډيا ته د بې لارې کوونکو لارښوونو پسر د اسلام اباد هائیکورټ څخه بخښنه غوښتې اؤ‌ پخپل دغه عمل یې دپښېمانۍ څرګندونه کړې ده.

په ۲۹م اکتوبر وروسته له هغې داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي ښاغلي اطهرمن الله دپیمرا چئیرمین ته دسپیناوي نوټس ورکړی ؤ کله چې هغه د ټي‌ وي دنطاقانو په نورو پروګرامونو کې دڅېړونکو په توګه دبرخې نه اخستلو په اړوند یوه اعلامیه خپره کړه اؤ ددغه اعلامیې دپاره یې جواز عدالتي امر ګرځولی ؤ.

داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي دپیمرا اعلامیه د محکمې دسپکاوی په نوم یاده کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې محکمې داسې هیڅ لارښوونې نه دي کړي.

پخپله لیکلې بخښنه کې دپیمرا مشر سلیم بیګ ویلي“هغه دپیمرا له لوري کېدونکو لارښوونو کې د عدالت دنوم څخه دناسمې استفادې اؤ دمحکمې دبدنامولو سوچ قدرې هم نه شي کولی ،ځکه له کوم شرط پرته دمحکمې څخه بخښنه غواړي اؤ ځان دمحکمې په رحم وکرم پریږدي”

هغه پخپله بخښنه کې زیاته کړې چې که چرې دا معزز عدالت ګڼي چې دفریق(دپیمرا دمشر) په کوم عمل ورته تکلیف رسیدلی نو په دې باندې ورته بې کچه افسوس دی اؤ له شرطونو بالا بخښنه غواړي.

هغه محکمې ته سپینه کړې چې دټي‌ وي ګانو په مباحثو یا شوګانو کې دخبریالانو په ګډون هیڅ بندیز نشته اؤ نه یې داعلامیې دخپرولو مقصد دا تاثر ورکول وؤ چې ګنې په خبریالانو مباحثو کې دمحکمې په امر بندیز لګولی شي.

دپیمرا چئیرمین دبخښنې په غوښتلو سره داسلام اباد هائیکورټ څخه غوښتنه کړې چې دهغه په ضد دمحکمې دسپکاوي نوټس باید بیرته واخستل شي.

ټاکل شوې ده ددې دوسیې اوریدنه به سبا د دوشنبې په ورځ اسلام اباد هائیکورټ کې کیږي.

په پاکستان کې خبریالان اؤ صحافتي تنظیمونه تورونه لګوي چې په دې وروستیو کې حکومت دپیمرا دلارې په بې پلوه صحافت یو شمیر بندیزونه لګولي اؤ خبریالان رښتیا ویلو ته نه پرېښودل کیږي.

دپاکستاني خبریالانو دمرکزي اتحادیې پی ایف یو جی مرستیال صدر ښاغلی بخت زاده یوسفزی وایي دا دافسوس خبره ده چې که میډیا دحکومت په سیاسي،اقتصادي یا بهرنیو تګلارو نیوکې کوي نو هغې ته د ریاست دمخالفت نوم ورکول کیږي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې نوموړي وویل” داسې په هر دور کې شوي، امرانو ،جرنیلانو اؤ جمهوریت دښمنه قوتونو همیشه کوشش کړی چې میډیا دفشارونو لاندي وساتي اؤ دمیډیا دلارې خپلې ناسمې تګلارې په خلکو سمې ومني خو دا کوششونه نه کامیاب شوي اؤ نه به کامیاب شي”

دبې پولې خبریالانو په نوم نړیوال تنظیم په دې وروستیو کې پاکستان کې د څو شخصي چینلو دخپرونو په تړل کیدو اندېښنه ښودلې وه اؤ داعمل یې د سینسرشپ په نوم یاد کړی ؤ.

همدا راز دخبریالانو یو بل نړیوال سازمان کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس هم تیرکال خبرداری ورکړی ؤ چې پاکستان کې پوځ په خاموش ډول خو په موثره توګه په صحافت بندیزونه لګولي دي.

خو دپاکستان حکومت په میډیا د بندیزونو لګولو تورونه ردوي اؤ وایي میډيا ته په بشپړ ډول ازادي ترلاسه ده خو د قامي ګټو په ضد له خپرونو باید ډډه وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG