لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکریم جنت دغوره توپ اچونې په سوب افغانستان ویسټ انډيز ته په۴۱منډو ماتې ورکړه


دافغانستان کرکټ لوبډلې دکریم جنت دغوره توپ اچونې په سوب ویسټ انډیز ته د دویمې ټي۲۰ په کرکټ سیالۍ کې په ۴۱منډو ماتې ورکړې ده اؤ دلوبو لړۍ یې ورسره یو په یو پوره کړې ده.

دهند په لګهنؤ کې دترسره شوې دې سیالۍ پچه یا ټاس افغانستان وګټله اؤ وړومبی یې دتوپ وهنې پرېکړه وکړه.

دافغانستان حضرت الله ځاځي اؤ رحمان الله ګربز چې وړومبی توپ وهنې ته را ووتل نو په ګډه یې ۴۲منډې جوړې کړې اؤ خپلې لوبډلې دپاره یې یو غوره بنیاد کېښودو خو هم په دغو منډو کې حضرت الله ځاځي په ۲۶ اؤ ګربز په۱۵منډو وسوځیدل.

له دې وروسته کریم جنت اؤ اصغر افغان دخپلې لوبډلې منډې ۶۲ؤ‌ته ورسولې اؤ د ویسټ انډیز کپټان هغوئ دواړه هم وسوځول.

تر هغې وروسته دافغانستان لوبغاړي دمه په دمه سوځېدل ، محمد نبي ۹۷،ګلبدین ۲۴،نجیب ۲۰اؤ کریم ۲۶منډې جوړې کړې.

په ټاکل شوؤ اوورونو کې دافغانستان لوبډله د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۴۷منډو جوړولو بریالۍ شوه.

د ویسټ انډیز له اړخه کیسرک ولیمز دافغانستان درې اؤ کپتان هولډر دوه لوبغاړي وسوځول.

د ویسټ انډیز لوبډله چې کله دافغانستان له لوري د ورکړل شوي هدف پوره کولو دپاره توپ وهنې ته ووتله نو ۱۷منډې یې جوړې کړې وې چې تکړه توپ وهونکی برینډن کنګ یې وسوځېدو اؤ له هغې وروسته ایون لوئس اؤ شیمرون هټمائر په ګډه خپلې منډې ۳۴ؤ ته ورسولې.

د ویسټ انډیز لوبډلې دتوب وهنې په مهال د چټک منډو جوړولو په هڅه کې پرله پسې خپل لوبغاړي دلاسه ورکول اؤ په۵۴ؤ منډو ددغه لوبډلې نیم لوبغاړي سوځېدلي وؤ.

دافغانستان تکړه توپ اچوونکي په دغو شپږو کې څلور لوبغاړي سوځولي وؤ.

کله چې د ویسټ انډیز منډې ۶۹ته ورسېدلې نو کپتان راشد خان ددغه لوبډلې کپتان په ۱۳ؤ منډو وسوځولو.

کریم جنت د کیموپال په سوځولو سره دغه سیالۍ کې د پینځوؤ لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

ویسټ انډیز په ټاکلو اوورونو کې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان یوازې ۱۰۶منډې جوړې کړې اؤ دغسې ترې دا سیالي افغانستان په ۴۱منډو وګټله.

د درېوؤ سیالیو په دې لړۍ کې یوه سیالي ویسټ انډیز ګټلې ده اؤ یوه افغانستان وګټله اؤ وروستي سیالي نن په لکهنوؤ کې کیدونکې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG