لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين صدر د افغانستان څخه د امریکايي پوځ په وتلو اندېښنه لري، رپوټ


د چين صدر شي ژين پينګ اندېښنه څرګنده کړې چې د چين د سينکيانګ سيمې سره په پوله په افغانستان او پاکستان کې موجود ترهګر دغلته بریدونه کولی شي او د افغانستان څخه د امریکايي پوځ په وتلو يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو رپوټ کې ويلي چې د چين د سياسي جوړښت لخوا ورته په ورکړی شوؤ اسنادو کې (چې پټ خپاره شوي) د سینکيانګ په اړوند څرګندونې شوي دي.

په اسنادو کې د چين په لويديځ کې پرتې سيمې سينکيانګ کې د ايغور او نورو مسلمانانو په اړوند تفصيل ويل شوی دی.

د رپوټ ترمخه صدر شي ويلي،"د افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته ترهګرې ډلې چې د افغانستان او پاکستان سره په پوله پرتو علاقو کې شتون لري منځنۍ اسيا ته ننوتلی شي، او د ايست ترکستان ترهګر چې په شام او افغانستان کې يې د جګړې تربيې ترلاسه کړي څه وخت په سينکيانګ کې ترهګر بريدونه کولی شي".

د چين سینکيانګ سيمې په اړوند د ملګرو ملتونو پوهان او فعال وايي د چين دولت په سيمه کې لږ تر لږه يو ملين ايغور چې د مسلمانانو غټه لږکۍ ده دوی يې نيولي او کېمپونو کې يې بند کړي دي.

امریکا او نورو هېوادونو د چين د دغه عمل غندنه کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي دغه پټ اسناد چې ښکاره کړي شوي د چين د صدر د سينکيانګ سيمې د سفر وروسته وېناګانې پکې شامل دي د چين صدر په کال ۲۰۱۴م کې د سينکيانګ سفر کړی او په دغه کال د ايغورو لخوا په سيمه کې په يو بريد کې ۳۱ کسان وژل شوي وو.

په رپوټ کې ويل شوي د چین صدر د ترهګرۍ، دراندازۍ (نفوذ) او بېلتون غوښتونکو پرضد د ټولو هڅو په بې رحمۍ سره کارولو ويلي ؤ.

په رپوټ کې د اسنادو په اساس ليکل شوي چې په افغانستان او شام کې ګډوډی او اسلامي انتهاپسندي د سينکيانګ او منځنۍ اسيا او چين دپاره خطره جوړېدی شي.

ويل شوي ايغورو افغانستان او شام ته سفرونه کړي، دوی کولی شي چې بيرته چين ته ستانه شي چرته چې پاخه جنګيالي د خپلې ازادې خاورې په لټه کې دي کومې ته چې ايسټ ترکستان ويل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي د چين لخوا په اسنادو کې شوؤ ادعاؤ ته ځواب نه دی ويل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG