لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼا:دپلار لخوا نصیحت دپاره مدرسې ته بوتلل شوی ځوان طالبانو وژلی


پولیس وایي دجنوبي وزیرستان په سرښار واڼا سیمه کې طالبانو هغه زلمي هلک په تشدد کولو وژلی چې پلار یې د نصحیت دپاره مدرسې ته بوتللی ؤ.

دسیمې د پولیسو دټاڼې مشر عثمان خان رسنیو ته ویلي دا پېښه اوړمه ورځ د واڼا بازار څخه درې کلومیټره لرې په دور وچه خوړ سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه دپېښې دجذئیاتو بیانولو په وخت ویلي دافغانستان سره تړاؤ لرونکي محمد ایوب نومې تن خپل زلمی ځوئ عصمت الله داغاجان مدرسې ته بوتللی ؤ اؤ ددغه مدرسې طالبانو ته یې ویلي وؤ باید دهغه ځوئ ته نصیحت وکړي چې دمور اؤ پلار خبره مني.

پولیس وایي د وژل شوي عصمت الله پلار ورته ویلي چې طالبانو دهغه په وړاندې دهغه زوئ ته نصحیت هم وکړو اؤ ورته یې دا هم وویل چې هغه ته به په دې نافرمانۍ سزا ورکولی شي.

پولیس وایي کله چې دغه پلار اؤ ځوئ د مدرسې څخه کور ته ستانه شول نو عصمت الله نمر ته دتودیدو په خاطر دکور خوا کې خوړ ته کوز شو اؤ‌ بیا ورپسې دغلته طالبان راغلل اؤ دعصمت الله په وهلو یې پیل وکړو.

دعصمت الله پلار پولیسو ته ویلي چې طالبانو هغه دکلاشنکوفو په کنداغونو دومره زیات ووهلو چې هغه یې بې هوشه کړو اؤ بیا ترې لاړل.

هغه زیاته کړې ده چې غرمه مهال طالبانو دهغه زلمی زوئ وهلی ؤ اؤ ماذیګر بیا هغه د زخمونو توان رانه وړلو اؤ مړ شو.

ایس ایچ او عثمان وایي د وژل شوي هلک دپلار په رپورټ یې ددغه پېښې مقدمه درج کړې اؤ په یاده مدرسه یې چاپه وهلې ده.

هغه وایي پولیسو د عصمت الله د وژنې په تور شپږ کسان نیولي اؤ‌ دیو په هکله معلومه شوې ده چې هغه افغانستان ته تښتیدلی دی.

دعصمت الله پلار محمد ایوب رسنیو ته دا هم ویلي چې هغه خپل زوئ مدرسې ته دنصحیت دپاره بوتللی ؤ اؤ‌ هیڅکله یې دا نه غوښتل چې طالبان دې هغه ووژني

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG