افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دطالبانو لخوا د ۱۰ؤ افغان پوځیانو دخوشی کولو ګام ستائیلی اؤ هېله یې ښکاره کړې چې دا ګام به افغانستان کې د تاویخوالي راټیټېدو اؤ دسیاسي جوړجاړي دچټک کیدو سوب شي.
په ټوئټر ښاغلي خلیلزاد لیکلي دافغان دولت له لوري دطالب بندیانو خوشې کول اؤ دهغې په بدل کې دطالبانو لخوا دحسن نیت په توګه د دوؤ استاذانو پرېښودل هغه دستائنې ګامونه دي چې هیله ده تاؤ تریخوالی ورسره کم شي اؤ دداسې یو سیاسي جوړجاړي په لوري چټک پرمختګ راولي چې افغان دولت ،طالبان اؤ نورافغان مشران پکې ګډون ولري .
روانه اوونۍ افغان دولت دطالبانو درې مهم مشران انس حقاني، حاجي مالي خان، او حافظ عبدالرشید له بنده خوشې کړياؤ ددې په بدل کې طالبانو درې ورځې وړاندې په کال۲۰۱۶م کې برامته کړل شوي دامریکایي پوهنتون دوه بهرني استاذان امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس له بنده ایله کړي دي.
نړیوالې رسنۍ وایي دبندي طالب مشرانو اؤ بهرنیو استاذانو دتبادلې په کار کې مهم رول زلمي خلیلزاد لوبولی ؤ اؤ هغه په دې وروستیو کې اسلام اباد کې طالب مشرانو سره دلېدنې په مهال هغوئ دې ته چمتو کړي وؤ چې بله اوږدې مودې راهسې رامته شوي استاذان باید خوشې کړي.
دامریکې صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ هم دطالبانو له بنده د امریکایي پوهنتون د برامته استاذانو په خوشې کیدو خوښي ښکاره کړې اؤ هیله یې ښودلې ده چې دا ګام به افغانستان کې د اوربند سوب وګرځي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې” افغانان سولې اؤ امنیت ته هیلې لري اؤ مونږ ورسره ولاړ یو”
افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ اعلان کړی وو، چې د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې د طالبانو دغه درې تنه مهم بندیان له امریکایي متحدینو سره تر سلامشورو وروسته په دې هیله خوشي کوي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.