لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مياندو پلارانو انکار او دروغژنو پروپېګنډو په خلکو کې د پوليو په اړوند ويره خوره کړې، هشام انعام الله


په خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخ په زياتېدو پېښو په اړوند د صوبې د صحت وزير وايي د مياندو او پلارانو د پوليو ضد څاڅکو نه انکار او ځينو دروغژنو پروپېګنډو په خلکو کې د پوليو په اړوند ويره او اندېښنه خوره کړې ده.

وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ډاکټر هشام انعام الله مروت وويل"د مياندو او پلارانو انکار او غلطې پروپېګنډې د پوليو په اړوند په خلکو کې دروغژن تاثر خور کړی دی".

هغه وويل "د ۲۲م اپرېل د پولیو په اړوند د پېښور پېښې په خلکو کې ويره خوره کړې" کومه چې د هغه په وېنا "يوه دروغژنه افواه يا پروپېګنډا وه".

د اپرېل په میاشت کې د پېښور په ماشوخېلو کې ويل شوي وو چې په يو سکول کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو له امله د ماشومانو طبعيت خراب شوی او بيا نور ماشومان لېډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي خو دغه پېښې ته دروغژنه او پروپېګنډا ويل شوي وو.

هشام انعام الله وايي د خېبرپښتونخوا "مياندو او پلارانو ته وايم چې په خپلو بچو رحم وکړئ، ماشومان نه پوهيږي خو که دا قطرې تاسو ور نه کړئ او په دوی پوليو راشي نو دوی به د ټول عمر دپاره معذوره شي".

نوموړی وايي د پوليو د مخنيوي په اړوند يې "يو جامع ټيم جوړ کړی دی او هغوې هر اړخ ګوري چې وړاندې کوم ګامونه نه دي اخيستل شوي يا پاتې شوي دي ټول پلانونه به بدل کړي".

هغه زياته کړه په کال نيم کې به دوی ښکاره بدلون وويني.

هشام انعام الله دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو بنو او لکی مروت کې د پوليو تازه دوه پېښې رپوټ شوي چې ورسره په صوبه کې روان کال د پوليو د پېښو شمېره ۶۶ ته ورسېده.

تازه درې نورې پېښې د سيند صوبې په کراچۍ، کشمور او شهیدبېنظير اباد کې هم رپوټ شوي دي.

د پوليو د تازه پينځه پېښو رپوټ کېدو سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د پېښو شمېره ۹۱ ته ورسېده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG