لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس ويلز: د اېف ای ټي اېف د غوښتنو پوره کول د پاکستاني ادارو کار دی


د سویلي اسیا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس ویلز ويلي، د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) پاکستان ته د غوښتنو فهرست ورکړی او د دې غوښتنو پوره کول د پاکستاني ادارو کار دی.

اېلس ويلز د پاکستان په اړوند د اېف ای ټي اېف د غوښتنو په لړ کې د مرستې د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اېف ای ټي اېف پاکستان ته د غوښتنو يو فهرست ورکړی او په دې کې يو هېواد د بل مرسته نه شي کولی.

هغې ويلي تر څو چې د دغو غوښتنو پوره کولو خبره ده امریکا په دغه لړ کې د پاکستان تکنيکي مرسته کولی شي.

خو زياته کړې يې ده دا ټول کار په پاکستاني ادارو انحصار لري کومې چې په دې کار کوي، چې هغه په قوانینو څنګه عمل کوي او که نوي قوانين جوړوي چې د ترهګرو مالي مرستې ودرول شي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د غېر قانوني پېسو د لیږد په اړه یې پلان په ګړندۍ توګه عملي نه کړي نو د راتلونکي کال د فرورۍ د میاشتې په غونډه کې به يې په اړوند ګام پورته کوي.

اېف ای ټي اېف د اکتوبر په مياشت کې په پېرس کې غونډه کړې او په خپل رپوټ کې يې ويلي ؤ،

" اېف ای ټي اېف د پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۰م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان په ګړندۍ توګه مکمل کړي." ادارې ويلي ؤ :"که نه ، د راتلونکي غونډې پورې په دغه پلان باندې د پام وړ او دوامداره پرمختګ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي."

د دې ترڅنګ اېف ای ټي اېف په اسلام اباد غږ کړی ؤ چې د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غېر قانونه پیسو د لېږدولو د مخنیوي لپاره دې نور ګامونه هم پورته کړي.

د اقتصادي چارو مرکزي وزير حماد اظهر روانه مياشت د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ ته ويلي، ځینې ملکونو د اېف ای ټي اېف په کاري پلان ۸۰ فيصده عمل کړی او هغوی بيا د خړ نوملړ څخه لرې کړی شوي دي خو په پاکستان زور راوړل کيږي چې ۱۰۰ فيصده عمل پرې وکړي.

مرکزي وزیر ويلي پاکستان د اېف ای ټي اېف د اهدافو ترلاسه کولو دپاره په وخت ګامونه پورته کړي د کاري پلان په ۲۷ توکيو کې يې په ۲۲ جزوي عمل کړی او په پينځه نورو ورته عمل کول پاتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG